ګرده نړۍ كښې د هند انتها خوښي تنظيم آر اېس اېس د امريكې كوكلس كلن او د هټلر فاشست هدفونو سره مماثلت تسليمېږي

image

اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي ګرده نړۍ كښې د هند انتها خوښ تنظيم آر اېس اېس د امريكې د سفيد پام د بالادستۍ نظريه لرونكو كوكلس كلن او د هټلر فاشست هدفونو سره مماثلت تسليمېږي٬ وګړي د نسلي تعصب په بنياد د رائيو حق نه محروم ساتل د نسل كشۍ سوب جوړېږي كومه چې په اروپا كښې يهوديانو او په ميانمر كښې روهنګيا سره رامخې ته شوې۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې اولس مشر ووئيل وګړي د نسلي تعصب په بنياد د رائيو حق نه محروم ساتل د نسل كشۍ سوب جوړېږي كومه چې په اروپا كښې يهوديانو او په ميانمر كښې روهنګيا سره رامخې ته شوې۔ اولس مشر خپل ټويټ سره د امريكې د نيو همپشائر ايالت يو وېډيو كلپ هم شېئر كړې چې پكښې يو سياه فام امريكائي جاډا په ټاون كونسل كښې په نسلي بنيادونو د امريكائي وګړو د حق تلفۍ او د دې د هندي آر اېس اېس د متعصب نظرياتو سره مماثلت بيانوي ٬ په وېډيو کلپ كښې جاډا د رياستي ايوان نمائندګان غړي ډېوډ ډېوك او کے کے کے، په تعلق ئې هم تنقيد كړې دې۔ په وېډيو كښې جاډا وئيلي دي چې د هند كے كے كے د تېرو پنځو كالو راهسې په اقتدار كښې دي او په هند كښې كے كے كے په اصليت كښې آر اېس اېس دے۔ جاډا ووئيل آر اېس اېس بمې چاٶدنې كوي او قتل و قتال او د عيسائيانو ٬ مسلمانانو او د خپلې اېجنډې په ضد ر راپاڅېدونكو د نسل كشۍ ذمه وار دې٬ آر اېس اېس نريندرا مودي غوندې كسان لويو عهدو ته رسولي۔ جاډا په وېډيو كښې د هندي آر اېس اېس او د هندي نژاد امريكائي وګړي تلسي ګېبرډ ترمېنځه په تعلق هم سوال پورته كړې څوك چې د امريكې د راتلونكي اولس مشر جوړېدو بشپړ كمپائن چلوي٬ ھغه نه غواړي چې د ن

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں