په رحيم يار خان كښې د كوچنې الوتكې لوېدو په پېښه كښې دوه پائيلوټان په حق رسېدلي دي

image

رحيم يار خان 12 جنوري (اے پي پي) په رحيم يار خان كښې د كوچنې الوتكې لوېدو په پېښه كښې دوه پائيلوټان په حق رسېدلي دي. د نجي ټي وي چېنل راپور له مخې دا پېښه صادق آباد سره نزدې رامېنځ ته شوې. د الوتكې څخه د ملخانو خاتمې لپاره سپرې كولې شوه كومه چې د فني خرابې په وجه د لوېدو په مهال تباه شوه. په پېښه كښې دوه پائيلوټان په حق رسېدلي دي. پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.

مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں