سېنېټ د جسټس (ر) فخر الدين جي ابراهيم په مړينه د غمرازۍ د قرارداد منظوري وركړه

image

اسلام آباد 13 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د جسټس (ر) فخر الدين جي ابراهيم په مړينه د غمرازۍ د قرارداد منظوري وركړې۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې په دې لړ كښې راجه ظفرالحق قرارداد وړاندې كړو٬ په قرارداد كښې وئيلي شوې دي چې ايوان د ارواښاد جسټس (ر) فخر الدين جي ابراهيم په مړينه د غم دړد څرګندونه كوي٬ د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره د جسټس (ر) فخر الدين جي ابراهيم خدمات به تل ياد ساتلې شي او دا ايوان غمژنې كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كوي او لاس په دعا دې چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ايوان په يوه خله د قرارداد منظوري وركړه

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں