پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا د جمو و كشمير د صورتحال د بيا جاج اخستو هركلے كوي

image

اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمرا ن خان وئيلي دي پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل لخوا د جمو و كشمير د صورتحال د بيا جاج اخستو هركلے كوي او پاكستان به د كشميريانو اخلاقي٬ سفارتې او سياسي ملاتړ دوامدار ساتي۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل جمو و كشمير د يوې نړيوالې شخړې په حېث د سلامتي كونسل په اېجنډا پاتې كېدل د موجوده وضعې د نزاکت اعتراف او احساس لرل دي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل اړوند قراردادونه او د كشميريانو د هيلو په رڼا كښې د كشمير مسئلې د حل تدبير د وخت مهمه تقاضا ده٬ د كشميريانو اخلاقي٬ سياسي او سفارتي ملاتړ به تر ھغه وخته جاري ساتلې شي تر څو چې دوي ته د خپلواكۍ بنيادي حق نه وي وركړې شو

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی لاٹری کی تاریخ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں