وزيراعظم عمران خان سره د كوكاكولا كمپنۍ چيئرمېن او چيف ايګزېكټو افسر جيم كوئنسي وليدل

image

ډيووس23 جنوری (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د نړيوال اقتصادي فورم غونډې په موقع د كوكاكولا كمپنۍ چيئرمېن او چيف ايګزېكټو افسر جيم كوئنسي ليدلې دي۔پھ ملاقات كښې د خزانې صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري٬سرمايه كارۍ لپاره عمومي سفير جهانګير صديقي او په جينوا كښې پھ ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې خليل هاشمي هم موجود وو۔وزيراعظم د كمپنۍ د 1953 نه تراوسه پاكستان كښې خذمات وستائېل۔وزيراعظم ووئيل حكومت په كاروبار ګښې آسانيو وركولو لپاره كوټلي اصلاحاتي ايجنډا پیل كړی۔ده ووئيل د سرمايه كارۍ څخه د روزګار موقعې راپیدا كېږي او غريبۍ ختمولو له مرسته ترلاسه كېږي٬سرمايه كارو او سوداګرو له د حكومت دا ړخه د بشپړه مرستې باور وركولو سره وزيراعظم د حكومت كلين اينډ ګرين پاكستان په تناظر كښې په ماحول دوسته ګرين ټېكنالوجي زور راوړو۔جيم كوئنسي پاكستان كښې كاروباري ماحول كښې د ښه والي اعتراف وكړو او په هېواد كښې يې د خپلې كمپنۍ سرمايه كاري لا زياتولو له خوښي څرګنده كړه

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں