د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د لاهور چېمبر صدر عرفان اقبال شېخ سره خبرې

image

لاهور 11 جنوري (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني وئيلي دي چې كاروباري ټولنه د معيشت تر ټولو مهم جزو دے، د هېواد د معيشت ودې لپاره د تجارانو كردار ډېر ضروري دے، حكومت هڅه كوي چې كاروبار لپاره مناسب ماحول جوړ كړے شي. ده دا خبرې د خالي په ورځ د لاهور چېمبر صدر عرفان اقبال شېخ سره د ملاقات په مهال وكړې. د سېنېټ چيئرمېن سره د ملاقات كولو مقصد تجارانو لپاره پاليسي سازې لپاره تجويزونه وړاندې كول وو. د سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې حكومت د صنعت او تجارت او د برآمداتو ودې لپاره نجي څانګې سره په ګډه كار كول غواړي. ده ووئيل چې حكومت د معاشي پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي.

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں