ډېووس 23 جنوري (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي يونيم كال زياتو ستونزو سره مخ وٶ٬ پرمختګ لپاره كشتۍ سوځول وي٬ زمونږ حكومت لپاره لوے چېلنج د ماضي د حكومتونو لخوا اخستې شوې قرض او ګرځېنده قرض وركول وو ٬ د حکومتي اقداماتو په سوب معيشت مخ په ښه كېدو دے٬ سټاک مارکيټ كښې بهتري رراروانه ده٬ غېر ملكي سرمايه كاري زياته شوې ٬ مونږ په سم لوري روان يو په پاكستان ښه وخت راتلونكې دے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پاكستان برېك فاسټ ميټ كښې مهمو كاروباري شخصياتو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ د دستورې مقصد كاروباريان پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ماحول نه خبرول وو٬ د ګردې نړۍ مهم كاروباري شخصيات په نړيوال اقتصادي فورم كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ډيووس كښې استوګنه ګرانه ده ٬ ما د حكومت پېسه خرڅ كول نه غوښتل۔ده ووئېل په ډيووس كښې زما د پاتې كېدو خرڅونه اكرام سهګل او محمد عمران برداشت كړې۔ ډېووس ته په راتلونكو وزيراعظمانو كښې به زما خرڅ تر ټولو كم وي۔ وزيراعظم عمران خان پخپلو هلو ځلو رڼا اچولو سره ګډون كوٶنكو ته ووئيل كله چې ما كركټ پېل كړو نو په وړٶمبني ټېسټ مېچ كښې زه ډراپ كړې شوم٬ د انسان اصل كاميابي په سخت وخت كښې هيله مند پاتې كيدل وي۔ده ووئېل زياتره خلق په سختو حالاتو كښې همت بېلي٬ په ژوند كښې مخ په وړاندې تګ لپاره تاسو له په سختو حالاتو كښې د بري لار لټول پكار دي۔ ده ووئيل په ټولنه كښې بې وسه خلق د مخ په وړاندې تګ زيات صلاحيت لري٬ ما د هېواد په لرې پرته سيمه كښې پوهنتون جوړ كړې او د ميانوالي د نمل پوهنتون زده كوٶنكو ته د برېډ فورډ پوهتنون څخه ډګري وركړې كېږي۔ ده ووئېل په نمل پوهنتون كښې بې وسه زده كوٶنكې زيات صلاحيت لرونكې ليدلې شوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زما مور چې كله د كېنسر په رنځ اخته شوه نو معلومه شوه چې په پاكستان كښې د كېنسر روغتون نشته٬ د مور په تكليف ليدلو مې اراده وكړه چې پاكستان كښې به بې وسه رنځوانو لپاره كېنسر روغتون جوړوم۔ده ووئيل په شوکت خانم کېنسر روغتون كښې د 75 فيصده رنځورانو ويړيا درملنه كېږي۔ د شوکت خانم کېنسر روغتون كلن خرڅ لس اربه روپۍ وي۔ ده ووئيل د دوو ګوندونو د نظام نه علاوه د درېم ګوند هېڅ ګنجائش نه ٶ څنګه چې مونږ په برتانيه او امريكې كښې ليدلي دي٬ لوے هدف سر كولو لپاره كشتۍ سوځول وي۔ ده ووئيل پاكستان د پرمختګ كولو زيات صلاحيت لري٬ د 60 په لسيزه كښې پاكستان د نړۍ يو شمېر هېوادونو لپاره ماډل ٶ٬ قام هيله مند ٶ خو بيا يو داسې دور راغلو چې د اقتدار ميوزيكل چيئر لوبه شورو شوه او د پاكستان جوړولو مقصد نه مو سرغړونه وكړه۔ وزير اعظم ووئيل پاكستان بلها وسائل او صلاحيتونه لري٬ د بلوچستان په ريكوډك سيمه كښې د سرو او پيتلو 14 درنګونه دي ٬ يوازې د دوو درنګونو ګټه د سل اربه ډالرو نه زياته ده۔ ده ووئېل پاکستان كښې د ګاز او سكرو پراخه ذخيري شته ٬ زما وژن پاكستان په حقيقي معنو كښې فلاحي رياست جوړول دي٬ حکومت د صنعتونو ودې لپاره كار كوي٬ سرمايه كارو لپاره هېواد كښې آسانۍ راپېدا كوٶ۔ ده ووئيل مهاتير محمد ډېر په خوارۍ ماليزيا د پرمختګ كوٶنكو هېوادونو په لاره روان كړې ٬ پاکستان هم دغه رنګې چېلنجونو سره مخ ٶ٬ پاکستان كښې زمونږ حكومت د كرپټ عناصرو محاسبه وكړه چې پكښې ځينې اوس په زندان كښې پراته دي۔ ده ووئيل فرسودہ نظام كښې اصلاحات كول اسان كار نه وي٬ مونږ د حكومت په وړومبني كال د روانو حساباتو زيان كښې 75 فيصده كمې كړې۔ ده ووئيل د احساس پروګرام د لارې د ټولنې د بې وسه طبقو مرسته كوٶ٬ د حكومتي اقداماتو په سوب معاشي صورتحال په ښه كېدو دے٬ سټاک مارکيټ مستحکمېږي