خارجه وزير د برتانيې لخوا په ټرېول اېډوائزري كښې د كړي بدلون هركلې وكړٶ

image

اسلام آباد 24 جنوري(اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي د برتانيې لخوا په ټرېول اېډوائزري كښې د كړي بدلون هركلي كولو سره وئيلي دي چې د ټرېول اېډوائزري بدلېدو كرېډټ ټول قام او وسله والو ځواكونو ته ترلاسه دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې كړې۔ ده ووئيل پاكستان يو سوله ايز هېواد دې چې ورله لوي څښتن ښكلې فطري مناظر وربخښلي دي۔ خارجه وزير ووئيل په زړه پورې مېلمستيا د دې خاوري دود دے٬ په زړه پورې ټرېول اېډوائزري سره به د پاكستان او برتانيې ترمېنځه رابطې لا قوي شي۔ ده ووئيل دا د كال 2015 نه پس د برتانيې د ټرېول اېډوائزري په اړه وړومبې لوې پېشرفت دې ۔ ده ووئيل مونږ د ټولو هركلې كوٶ۔ ده ووئيل زه په دې ډېر خوشحالې شوې يم چې په دې لړ كښې زما د برتانيې خارجه وزير سره هم خبرې شوې وې٬ امريكائي اولس مشر سره هم زمونږ په دې لړ كښې خبرې شوې دي۔ ده ووئيل زمونږ سعودي٬ تركيه او ماليزيا سره د سېلګرۍ په اړه خبرې روانې دي۔ ده د دې توقع څرګندونه وكړه چې سعودي عرب٬ تركيه او ماليزيا به د سېلګرۍ په وده كښې زمونږ مرسته وكړي۔ وزیراعظم د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ته خواست كړې چې سعودي دې د سېلګرۍ په اړه پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي ۔ د اېف اے ټي اېف په اړه ده ووئيل كه په مېرټ د پاكستان كېس ته كتنه وشوه نو پاكس

مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں