ډاكټر فردوس عاشق اعوان سره د برتانيې هائي كمشنر وليدل

image

اسلام آباد 24 جنوري(اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر کرسچن ټرنر ليدلي۔ د ملاقات په مهال ده ووئيل برتانيې پاكستان لپاره خپل ټرېول اېډوائزري د بدلولو اعلان كړې دې٬ دې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفر رابطې زياتې شي۔ ده ووئيل ما د يونېسكو د ځايونو هم دوره كړې ده خو د پاكستان د سېلګرۍ صلاحيت او ښكلا ته خېران پاتې شوې يم ٬ پاكستان كښې د امن وضعه ښه شوې د دې كرېډټ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې اوسني حكومت ته ځي۔ په دې موقع ډاكټرفردوس عاشق اعوان د برتانيې د حكومت د پرېكړې ستائنه وكړه۔ دې ووئيل د برتانیې د حكومت دا پرېكړه د دوه اړخيزه اړيكو تقويت او پاكستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره مهمه ده٬ پاکستان سوليز او ښه چاپېريال سره نړۍ لپاره پرانستې دے۔ دې ووئيل پاكستان برتانيې سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو ٬ تاريخي روابطو او په شريكو خيالاتو اډانه دي ۔ دې د اطلاعاتو او ميډيا په څانګو كښې په مستقل بنيادونو د پلاويو په تږ راتږ زور راوړو۔ دې پي ټي وي او راډيو پاكستان كښې ميډيا سره تړون لرونكو كسانو ته د جديد ټېكنالوجۍ څانګه كښې د كار استعداد زياتولو او تربيې لپاره د برتانيې لخوا مرسته كښی هم خوښي ښكاره كړه۔ دې ووئيل حكومت د آئين له مخې د رائې آزادۍ سره په څرګندونه باور لري او په هېواد كښې د آزاد او ذمه وارې ميډيا پرمختګ لپاره آسانۍ وركوي۔ دې ووئيل حكومت مېرمنې اختيارمنې جوړولو او د ځوانانو پرمختګ ته پاملرنه كوي۔ خصوصي مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان برطانوي هائي كمشنر مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو څخه هم خبر كړو۔ دې ووئيل برطانوي حكومت دې د مقبوضه كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې حل كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ برطانوي هائي كمشنر د وزيراعظم د خصوصي مرستيالې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو له ميډيا د يو فعاله وسيلې په توګه د كارولو وړاندېز سره اتفاق وكړو۔ ده ووئيل پاكستان څخه برطانيه لپاره د 25 نېغ په نېغه پروازونو آپرېشن د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ژورو اړيكو مظهر دې۔ هائي كمشنر د پاكستان زده كړو ٬ صحت او سماجي څانګو كښې د برطانوي كونسل او ډي اېف آئي ډي په كردار هم رڼا واچوله۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د پاكستان روغتيا او معاشرتي څانګو كښې وړاندې تلو كښې د ډي اېف آئي ډي كردار وستائلو۔ غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو

مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں