اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د انډونېزيا سركاري دوره وكړه. د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ته د انډونېزيا دورې په مهال د انډونېزيا تر ټولو اعلٰي پوځي اعزاز بنتنګ جالا سینا اوتاما وركړے شو. د پاك بحريه وياند لخوا د خالي په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې نېول هېډكوارټرز او مېرين برېګېډ هېډكوارټرز ته په رسېدو د اميرالبحر تود هركلې وكړے شو او هغه ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو. په دې موقع د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ته د انډونېزيا دورې په مهال د انډونېزيا تر ټولو اعلٰي پوځي اعزاز بنتنګ جالا سینا اوتاما وركړے شو. د دورې په مهال هغه د انډونېزيا د دفاع نائب وزير، د بحريه مشر، او كمانډنټ آف مېرين كور سره د شريكې خوښې چارو او په دوه اړخيزه مرسته خبرې وكړې. د پاك بحريه وياند له مخې دې دورې سره به د دواړو هېوادونو او په خاص توګه د بحري ځواكونو ترمېنځه اړيكې لا وده وكړي.