د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ قامي اسمبلۍ كښې د هېواد په اقتصادي وضعه پالېسي بيان

image

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولات صلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئېلي دي كوټلي پرمختګ لپاره به مونږ له خپلې پالېسۍ روانې ساتل وي٬تېرو حكومتونو د پالېسو په وجه د پرمختګ نه دې كړې ٬د ټولنې غريبو او كمزورې طبقې د ګرانۍ اثراتو څخه بچ كولو لپاره اقدامات شوي٬د روان حساباتو په خساره كښې كمې راغلې٬حكومتي اقداماتو سره به په راتلونكو څو مياشتو كښې به ګراني كمه شي٬اولس ته غږ كوم چې د حكومت د اړخه وركړی شوو آسانيو څخه ګټھ پورته كولو له د يوټېلټي سټورونو څخه د خوراك څښاك سامونونه واخلي دغسې 2 زره نور يوټېلټي سټورونه به پرانستلې شي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د هېواد په اقتصادي وضعه پالېسي بيان كښې ډاكټر عبدالحفيظ شېخ د هېواد په معاشي پس منظر رڼا اچولو سره ووئيل د پاكستان د معيشت مسئلې بنيادي وجوهات لري٬په كوم چې د بحث كولو نه غېر مونږ مخ په وړاندې نه شو تللې۔ده ووئيل تر ټولو لوے حقيقت دا دے چې تېرو 72 كلونو كښې سياسي استحكام نه دې ترلاسه شوې او كوم هم وزيراعظم خپله موده نه ده پوره كړې٬معيشت د سياسي استحكام سره تړلې وي۔ ده ووئېل كه مونږ له مخ په وړاندې تلل وي او پرمختلليو قامونو سره اودرېدل وي نو مونږ له به خپلو وګړو ته پام لرنه كول وي۔ده ووئيل دا هم يو حقيقت دے چې پاكستان نورو هېوادونو ته د څيزونو برآمد كولو قابل نشو او نه پھ هېواد ګښې سرمايه كاري راغله٬چين٬ ملائېشيا٬تهائي لينډ او كوريا د نړۍ سره په ګډه داسې تګلاره لټولې چې ورسره هغوي خپل برآمدات زيات كړي ۔ ده ووئېل تېرو 72 كلونو كښې مونږ دغه شرح په حساب سره خپل ټېكس وصول نه كړو كوم چې د هېواد پرمختګ لپاره ضروري ؤ ۔ده ووئيل د هېواد 72 كاله تاريخ كښې په بېلو وختونو كښې د معيشت رفتار تند نشو٬مونږ له به سوچ كول وي چې هغه كومې مسئلې دي او كوم وجوهات دي چې له امله يې مونږ كوټلې پرمختګ اونه كړو۔ عبدالحفيظ شيخ ووئيل په دې ايوان كښې وګړي وائي چې د تېر وخت خبره مه كوۍ٬د تېر وخت خبره ضروري ده٬تېر وخت موجوده وخت او سباؤن خپلو كښې تړون لري۔د تېر وخت اثرات په اوسني وخت او د اوسني وخت اثرات په سباؤن كېږي۔ده ووئيل كله چې حكومت اقتدار سنبهال كړو نو په مونږ 30 زره اربه روپۍ قرض وو۔په ابتدائي توګه مونږ له په وړومبو دوو كلونو كښې 5 زره اربه روپۍ قرض بېرته وركول وو۔ د خزانې صلاحكار ووئېل د حسابات جاريه خساره په لوړه كچه يعني 20 اربه ډالره وه٬تېرو حكومتونو په مصنوعي ډول ايكسچېنج رېټ فيكس كړې ؤ ۔ده ووئيل په 2008 او 2013 كښې جوړو حكومتونو هم آئي اېم اېف ته رجوع كړې وه٬حكومت سنبهالولو په وخت مونږ 23 ارب روپو خسارې سره مخ وو او تېرو څو كلونو كښې چې كومه خطرناكه خبره رامخې ته شوې وه هغه برآمدات او سرمايه كارۍ كښې كمې ؤ ۔ ده ووئېل مونږ ډالر نه لرلو دغسې مونږ خپل واجبات زيات كړل٬د ډالر ترلاسه كولو لويه تګلاره برآمدات دې٬تېرو پنځو كلونو ګښې د برآمداتو پرمختګ شرح صفر وه۔ده ووئيل كه مونږ په كوټلو بنيادونو هېواد مخ په وړاندې بوځو نو مونږ له به كوټلي پالېسۍ خپلول وي٬كه د آئي اېم اېف پروګرام ترمخه د ډسپلن عمل مونږ په ځاې اونه ساتلو نو مونږ به د ناكامۍ سره مخ كېږو۔ عبداحفيظ شيخ ووئېل ووئيل تېرو څو كلونو كښې د زراعت د پرمختګ رفتار هم زيات نه ؤ ٬حكومت كښې د راتللو په وخت ګرځينده قرض هم لويه مسئله وه۔ده ووئيل مونږ د 1200 اربه روپو ګرځينده قرض سره مخ وو٬مونږ ته په نظر راتلل چې هېواد ډيفالټ كېدو پلو روان دے او څوك هم مونږ له قرض راكولو له چمتو نه وو او هېواد ديواليه كېدو څخه بچ كولو له ضروري وو ځكه چې د هېواد وګړو لپاره دغه حالات خطرناك ثابتېدې شول ۔ده ووئېل حكومت دغې لپاره كوټلي تګلاره جوړه كړه او په وړومبي پراؤ كښې ملګرو هېوادونو مرسته وكړه او مونږ د دوه اړخيزه مرستې د لارې 8 اربه ډالره فنډ ترلاسه كړو۔ ده ووئېل آئي اېم اېف ته مو هم رجوع وكړه او په دې ايوان كښې آئي اېم اېف په حقله وېناګانې وشوي ۔ ده ووئېل آئي اېم اېف يوه داسې اداره ده كومه چې د نړۍ ټولو هېوادونو په ګډه جوړه كړې دغسې چې د اقتصادي بحران څخه خلاصېدو له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل پاكستان چې د آئي اېم اېف كوم پروګرام ترلاسه كړی د هغې ډیرې ګټې دي٬مونږ له 6 اربه ډالره قرض په آسانو شرطونو راكرې كېږي٬كه مونږ له كمرشل قرض اخستل وې نو په هغې د سود شرح زياته وه۔د دغې پروګرام په نتيجه ګښې په پاكستان د نړۍ او مالياتي ادارو باور بحال شوې۔ ده ووئېل رضا باقر د پاكستان وګړې دے او په خپل قابليت سره په آئي اېم اېف كښې منتخب شوې خو رضا باقر د هېواد د خذمات لپاره آئي اېم اېف څخه استعفٰی وركړه او د پاكستان لپاره كار كول غواړي۔ ده ووئېل د داسې پاكستانيانو د هېواد سره په مينه شك كول د افسوس وړ ده۔ده ووئيل حكومت ځينې داسې پريكړی كړي كومې چې تاريخ لري۔په دې كښې تر ټولو لويه پريكړه دفاعي بجټ منجمد كول دي۔ده ووئيل په دې عمل كښې پوځي قيادت د حكومت سره مرسته كړې۔د تېرو وخت حكومتونو داسې پريكړې نه دي كړې٬د مالي كال په وړومبو 7 مياشتو كښې د 2200 اربه روپو محصولات هدف مقرر كړې شوې ؤ ٬مونږ 2100 اربه محصولات ترلاسه كړي۔ده ووئيل حكومت په وړومبي دوو كلونو كښې د 5 زره اربه روپو قرض بېرته وركولو تګلاره جوړه كړی٬حكومت د سټېټ بانك څخه د قرض نه اخستو پالېسي خپله كړې او د تېرو 7 مياشتو په مهال د سټېټ بانك څخه هېڅ ډول قرض نه دې اخستې شوې۔ده ووئيل د داسې سختو حالاتو په تناظر كښې مونږ خپل بجټ جوړ كړی۔ده ووئيل مونږ د كمزورې طبقې مرسته كول غواړو او په دې اړه مو بجټ كښې اضافه كړې دغسې بېل پروګرامونه هم معرفي كړې شوي ۔ده ووئيل مونږ برآمدات زياتولو له د ټېكس شرح زيرو كړی٬ګاز او برېښنا مو په رعايتي بيعه وركړی۔ده ووئيل كله چې زمونږ حكومت له راغللو نو تجارتي خساره 20 اربه ډالره وه٬زه سياسي خبره نه كوم حقائق تاسو ته وړاندې كوم۔ده ووئيل معيشت كښې استحكام راغلې۔بلوم برګ د پاكستان سټاك ماركيټ د نړۍ د ښه كاركردګۍ ورلډ ماركيټ ګرځولې۔د پاكستان د كپمنو په ويليو كښې 50 فيصده اضافه شوې او ورلډ بانك وئېلي دي پاكستان د خپلې كاروباري طبقې لپاره آسانۍ پیدا كوونكو لسو هېوادونو كښې شامل دے ۔ ده ووئېل موډيز د پاكستان معاشي كاركردګۍ لا د مستحكمې درجې وركولو خبره كړې٬د نړۍ هېوادونه پاكستان كښې د سرمايه كارۍ خبره كوي٬د سېلګرۍ شمېره يو په دوه زياته شوې۔ده ووئيل دا وخت چې مونږ كومو چېلنجونو سره مخ يو په هغې كښې ګراني هم شامل ده۔د افراط زر وجوهات ډي ويليو وېشن دے٬څه څيزونه چې د بهر نه راغوښتلې كېږي د هغې په بيعه كښې اضافه شوې۔ده ووئيل مونږ بيعې لاندې راوستلو له چې كوم اقدامات كړي په هغې كښې فارن ايكسچېنج مساوي ساتل٬د پیټروليم په بيعو كښې استحكام راوستل شامل دي او مونږ حكومتي خرڅونه كم كړي ۔ ده ووئېل مونږ مانيټري پالېسي سخته كړی٬سټېټ بانك څخه قرض اخستل مونږ پرېښودلي٬په پاور او ګاز سبسډي وركړی شوې٬په يوټېلټي سټورونو لويې پېكجونه وركړی شوي او مونږ پريكړه كړې چې دا بيعې به راروانو څو مياشتې له په ځاې ساتل وي۔ډاكټر حفيظ شېخ اولس ته غږ وكړو چې د يوټېلټي سټورونو څخه څيزونه واخلي٬په راروانو څو مياشتو كښې به دوه زره نور يوټېلټي سټورونه پرانستلې شي۔د روژې څخه وړاندې د راشن جاري كولو پريكړه شوې۔ده ووئيل مونږ بيعو كمولو له چمتو يو او هيله لرو چې تر راروانو دوو مياشتو كښې به دې كښې كمې راشي۔ده ووئيل د روانې مياشتې په مهال د انډس موټررز پیداوار او سېل كښې 72 فيصده اضافه شوې٬ 4024 ګاډي خرڅ شوي٬د هنډا په سېل كښې 120 فيصده اضافه شوې او 2210 ګاډي خرڅ شوي دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں