داخله ډويژن له 6 اربه 8 كروړه روپۍ جاري

image

اسلام آباد ۔ 12 فروری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي كارونو كښې داخله ډويژن له په مجموعي توګه تر دې دمه 6 اربه ٬ 8 كروړه او 71 لكه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړي دي۔ حكومت روان كال كښې د دې ډويژن پرمختيائي كارونو له 9 اربه 84 كروړه روپۍ بېلې كړې دي۔ د پلاننګ کمېشن لخوا د جاري كړې شويو شمېرو له مخې حكومت بلوچستان كښې وېسټرن بارډر له 40 كروړه ٬ فرنټیئرز کارپ بلوچستان له 40 کروړه، فرنټیئر کور بلوچستان ساؤتھ له 32 کروړه، د پاکستان رېنجر سندھ استوګنو جوړولو له 16 کروړه 51 لکھ، بھټائی رینجرز کراچۍ له 24 کروړه، سنټر فار سائبر کرائمز له 20 کروړه او نېشنل فرانزک سائنس ایجنسی له 18 كروړه څخه د زياتو روپو فنډز جاري كړې دي

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں