د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف سره ټېلېفوني تماس ٬ هېواد كښې د كورونا وائرس له امله په رامخې ته شوي معاشي چېلنجز د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد ۔ 22 مارچ (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده سره ئې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله په رامخې ته شوي معاشي چېلنجز د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ده سره د كورونا وائرس مخنيوي په لړ كښې په پارلماني كمېټي او د ګډې پارلماني كمېټۍ په جوړولو هم مشاورت وكړو۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري كړې شوي بيان له مخې اسد قېصر ووئيل كمېټي به د حكومت په ګامونو نظر ساتي او خپل وړاندېزونه به هم وركوي۔ ده هېواد لپاره په ګډه د وائرس مقابلې كولو له د خپل عزم پخلي كولو سره ووئيل زمونږ سياسي مشرتابه ټول عمري په قامي ستونزو يو موټې پاتې شوې ده۔ ده ووئيل د سياسي مشرتابه يو موټې كېدل د وخت مهم ضرورت دے۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل مونږ له په ګډه خپل قام ته د مړانې او جرات پېغام وركول دي۔ د مخالفې ډلې لارښود شهباز شريف په دې سخت وخت كښې د سياسي مشرتابه يو ځائې كولو له د قومي اسمبلۍ د سپيكر هڅې وستائلې۔

مضمون کا ماخذ : números da sorte loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں