اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) قامي صحت لپاره وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفر مرزا وئيلي دي د ډينګي په اړه قامي اېكشن پلان جوړ كړې شوې ٬ د ِډينګي مخنيوي لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات او وسائل كارولې شي٬ د پېنډۍ او اسلام آباد انتظاميه به په ګډه په وخت اقدامات باوري كوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډينګي مخنيوي په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د اېن آئي اېچ اېګزېكټو ډائرېكټر مېجر جنرل عامر اکرام، د اسلام آباد او پېنډۍ انتظاميې او د روغتونونو مشرانو سره سره د پاك پوځ استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې مارچ او اپرېل مياشتو كښې د ډينګي مخنيوي او درملنې لپاره د تيارو جاج واخستلې شو۔ په دې موقع ډاکټر ظفر مرزا ووئيل د ډينګي مخنيوي لپاره به كوټلې او موثره اقدامات باوري كولې شي۔ ده ووئيل سږ كال به ټولې اړوندې څانګې شاملولې شي او د دې كار ېپل به د يوې سروے څخه كولې شي۔ ده ووئيل په ډينګي قابو موندل د صحت څانګې٬ سټي ګورنمنټ٬ د هاٶسنګ سوسائټو او د كورنيو شرېك كار دے۔ ډاکټر ظفرمرزا ووئيل د سكولونو٬ كالجونو او پوهنتونونو زده كوٶنكي به د ډينګي په ضد د كمپائن مهمه برخه وي۔ په وړومبني ځل به د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ له مخې د ماشو كېميكل جوړونكو ادارو سره په ګډه كار كوٶ٬ ټولو كورنيو ته به د ډينګي نه د بچ كېدو لپاره بشپړ تعليم وركولې شي او په دې كښې به د ميډيا كردار هم ډېر مهم وي