اسلام آباد ۔ 23 مارچ (اے پی پی) حکومت نن د نهې په ورځ په دوحه ائيرپورټ د ګېر 72 پاكستاني وګړو هېواد ته د راوړلو پرېكړه كړې ده۔ د حكومت لخوا قطر ائير وېز ته د خاص پرواز د لارې ټرانزټ مسافر اسلام آباد انټرنېنشل ائير پورټ ته د رارسولو اجازه وركړې شوې ده۔ د اېوی اېشن ډویژن وياند لخوا جاري شوي پرېس ريليز كښې وئيلي شوي دي چې دوحه كښې ګېر 72 پاكستاني وګړي اوچتولو سره د قطر ائير وېز خاص پرواز د مارچ په 24 مه نېټه نن د نهې په ورځ سحر اسلام آباد ته د رارسېدو امكان دې۔ د پرېس ريليز له مخې اسلام آباد ته په رارسېدو به د روغتيا وزارت په هدايت د دې مسافرو سكريننګ كولې شي دغسې چې هېواد كښې د كورونا وائرس خپرېدو مخنيوې وكړې شي