د مسلم ليګ (ن) قيادت او كاركنان دې په ګډه په دې سخت وخت كښې د قام او د هېواد نګهباني او د مفادات تحفظ لپاره هڅې وكړي۔ شهباز شريف

image

اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) صدر او په قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهبازشريف د شورو په ورځ د ويډيو لنك د لارې د ګوند غونډې ته وېنا كښې ووئيل د محمد نوازشريف صحت لپاره دعا كوئ٬ ھغه تاسو لپاره دا پېغام دركړې چې د مسلم ليګ (ن) قيادت او كاركنان دې په ګډه په دې سخت وخت كښې د قام او د هېواد نګهباني او د مفادات تحفظ لپاره هڅې وكړي، مونږ قام لپاره د يو خادم په توګه كردار لوبولې۔ده ووئېل د كرونا وباء ګرده نړۍ ښوځولې ده، د قېمتي ځانونو زيان روان دے او آبادي په كورونو كښې محصور ده، پاکستان كښې هم دا وباء په تندۍ سره خپرېږي او ټول قام پرېشانه او اضطراب سره مخ دے ۔ ده ووئېل دا صورتحال تقاضا لري چې مونږ د اتحاد، يوالي او د ورورولۍ جذبې سره كار وكړو، مونږ له دا مهال سياست او سياسي مفاداتو ترجيح نه ده وركول پكار ٬ده ووئېل مونږ له به په اصل هدف نظر ساتل وي، دا مهال زمونږ اصلي مقصد د قام د بقاء جنګ دے، دا اجتماعي امتحان دے، نن مونږ له د اولس خادم ،مشر ورور او خېرخواه كردار لوبول دې

مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں