د احساس اېمرجنسی کېش پروګرام ترسېوري لاندې 60 ساعته كښې 13.18 بلین روپۍ 1.098 ملین مستحقو كورنيو ته وركړې شوې۔ پروګرام څخه به په مجموعي توګه هېواد كښې 120 لكه كورنۍ استفاده وكړي

image

اسلام آباد ۔ 11 اپرېل (اے پی پی) د وزیر اعظم عمران خان خاص هدايت له مخې د كورونا لاك ډاؤن ځپلې بې وزله طبقې مستحقو كورنيو مرستې له د احساس اېمرجنسی کېش پروګرام د اپرېل 9 مې نېټې پېل څخه تر دې دمه په 60 ساعتو كښې 13.18 بلین روپۍ 1.098 ملین مستحقو كورنيو ته وركړې شوې ۔ پروګرام څخه به په مجموعي توګه هېواد كښې 120 لكه كورنۍ استفاده وكړي۔ د ادائيګۍ په مهال د روپو په ناجائزه توګه كمي كوؤنكي د سندھ ٬ سوئيلي پنجاب او خېبر پختونخوا بېلو سيمو څخه 40 احساس كېش ريټېلرز نيولې شوي۔ د تخفیف غربت او سماجی تحفظ ډویژن لخوا د خالي په ورځ په ټويټر د جاري شوي تفصيلات له مخې د پروګرام ترسېوري لاندې تېرو 60 ساعتو كښې 13.18 بلین روپۍ 1.098 ملین مستحقو كورنيو ته وركړې شوي۔ په دې لړ كښې ګرد هېواد كښې د ډیجیټل ادائیګۍ 17,000 مرکزونه جوړ كړې شوي ۔ ډاكټر ثانيه نشتر ووئيل د زيارت ورځې څخه دا پروګرام پېل كړی شوے ؤ او په احساس اېمرجنسی کېش پوائنټس وګړي 12,000روپۍ كېش ترلاسه كوي۔ دې ووئيل ما ټولو د احساس ريجنل چارواكو ته د خبرداري يوه مراسله لېږلې چې د احساس اېمرجنسی کېش آپرېشن په مهال به كوم ډول كوتاهي يا بدعنواني اونه زغملې شي۔ مستحقو وګړو ته دې د 12 زره روپو ادا كول باوري كړې شي۔ دې ووئيل اولس د خپلو پوښتنو ځواب له په ټول فري ټېلې فون لائن 26477۔0800 رابطه كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں