د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی (ایمرجنسی کرائسز مینجمنٹ سیل) غونډې ته ٬ ټولو پاکستان سفارتخانو ته بهر هيوادونو كښې ميشته پاکستانیانو ته د پيښو ستونزو حل لپاره كولو سپارښتنه

image

اسلام آباد 26 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی وئيلي دي بهر هيوادونو كښې ميشته پاكستانيان زمونږ اثاثه ده، هغوي له هر ډول آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ ده دا خبره د زيارت پھ ورځ خارجه وزارت كښې د جوړ (ایمرجنسی کرائسز مینجمنټ سیل) غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔خارجه سيكتر سهیل محمود، سپیشل سیکتر معظم علی خان، د خارجه وزارت ويانده عائشه فاروقی او د خارجه وزارت سینیئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د نړيوالې وباﺀ چیلنج ترمخه ټوله نړۍ كښې موجودو پاکستانیانو ته د پيښو ستونزو او په بيلو نړيوالو هوائي ميدانونو هيواد ته د راستنيدونكو پاکستانیانو زر تر زره راستنولو لپاره په بيلو اړخونو غور اوشو۔ نړۍ كښې موجود د پاکستان سفارتخانو د لارې کرایسز مینجمنټ سیل كښې د راغلو ګيلو هم تفصیلی جاج واخستلې شو۔ سعودی عرب او ایران كښې د موجودو سيلګرو راستنيدو په تګلاره هم تفصیلی مشاورت اوشو۔په غونډه كښې په بيلو هيوادونو كښې هيواد ته راستنيدو ته سترګي په لاره پاکستانیان د خاص پروازونو د لارې بيرته راوستو په آپشن هم غور اوشو۔ خارجه وزير ووئيل بهر هيواد كښې ميشته پاکستانیان زمونږ اثاثه ده ٬ هغوي له هر ډول آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔ خارجه وزير ټولو پاکستانو سفارتخانو ته بهر هيوادونو كښې د پاکستانو ستونزې او مسئلې په ترحيجي بنيادونو د حل كولو سپارښتنه وكړه

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں