14 اپرېل څخه په پېل كېدونكي فلائټ آپرېشن كښې به زيات نه زيات پاكستانيان هېواد ته رارسولې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير مخدوم شاه محمود قرېشي بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته خواست كړې چې روانه وضعه كښې د صبر او زغم څرګندونه وكړې۔ ستاسو هېواد ته رارسول زمونږ ذمه واري ده۔ په دې لړ كښې به كه لوئے څښتن ته منظور وي مونږ ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ اول صوبو د ايئرپورټ پرانستلو كښې خوښي نه لرله ولې اوس ئې خوښي ښكاره كړې ۔ 14 اپرېل څخه د پېل كېدونكي فلائټ آپرېشن كښې به زيات نه زيات پاكستانيان كومو كښې چې ځينې بنديوان هم شامل دي هېواد ته راورسولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې د كورونا وائرس په اړه د خاص پارلماني كمېټۍ غونډه كښې وكړه۔ ده ووئيل شهریار آفریدی د ذېلي كمېټي تفصيلي راپور مونږ ته وړاندې كړې ۔ دا مهال 39748 پاکستانیان بهر هېوادونو څخه پاكستان ته راتلل غواړي۔ ده ووئيل تر دې دمه 1640 پاکستانيان د 12 خاص فلائټس د لارې پاكستان ته راوړلې شوي۔ ده ووئيل امريكا او كاناډا كښې مېشته پاكستانيان هم هېواد ته راتلل غواړي ځكه دا شمېره 40 زره څخه زياتېدې شي۔ ده ووئيل مونږ له به د ټولو اړخونو تر مخه تګلاره جوړول وي۔ خارجه وزارت به دې لړ كښې هر ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خيال ساتي ۔ ده بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته خواست وكړو چې روانه وضعه كښې د صبر او زغم څرګندونه وكړې۔ ده ووئيل ستاسو خپل هېواد ته رارسول زمونږ ذمه واري ده۔ په دې لړ كښې به كه لوئے څښتن ته منظور وي مونږ ټول ممكنه ګامونه پورته كوؤ۔ ده ووئيل نیپال كښې زمونږ 14 او مالدیپ كښې 04 پاکستانیان بېرته راتلل غواړي دوئي به يو ځائې هېواد ته راوړلې شي۔ ده زياته كړه چې دا نړيواله وباﺀ ده او د امريكې او اروپاﺀ صورتحال ستاسو په وړاندې دے۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں