اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري مذهبي لارښودو ته خواست كړې چې هغوي دې كورونا وائرس څخه ځان ساتلو له احتياطي تدبيرونه خپل كړي۔ په ښارونو كښې دې د حفظان صحت او صحت مند طرز عمل په اړه اولسي شعور بېدار كړي۔ د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل په كورونا وائرس قابو موندلو له روانو هڅو كښې د مذهبي لارښودو كردار د ستائنې وړ دې۔ ده ووئيل حكومت د کورونا وائرس (کووډ۔19) خپرېدو مخنيوي له حفاظتي ګامونه پورته كوي۔ وفاقی وزیر وګړو او لمونځ كوؤنكو ته خواست وكړو چې هغوي دې هېواد كښې د ياد شوي وائرس خپرېدو مخنيوي له بدني رابطو څخه ډډه وكړي او د حفظان صحت په اصولو دې عمل وكړي۔ ده ووئيل دا وخت د ايماني جذبې او خپل رب ته د نزدې كېدو دې۔ ده ووئيل علماﺀ كرام د کورونا وائرس( کووډ۔19) په اړه اولس كښې شعور بېدارولو له مهم كردار ترسره كولې شي او د علماﺀ كرامو دا كار د ستائنې وړ دې چې هغوي د حكومت مرسته كوي او مذهبي اجتماعاتو څخه د ډډې كولو په لړ كښې په حكومتي ګامونو عمل كوي۔ ده ووئيل علماﺀ كرام دې د صفائۍ په اړه اسلامي تعليمات اولس ته وښائي۔ ده ووئيل صفائي نيم ايمان دې۔ ده ووئيل هر وګړي ته دې د لاس وينځلو ترغيب وركړې شي او په موجوده حالاتو كښې دې معاشرتي اجتماعاتو څخه ډډه وكړې شي۔ وفاقي وزير نورالحق قادری ووئيل د ماسك او نورو طبي څيزونو ذخيره كوؤنكو په ضد عملي ګامونه پورته كړې شوي دي او حكومت د ډاكټر او پېراميډيكل عملې تربيې ته خاص پاملرنه كوي۔