د وزیراعظم د تجارت او ټیكسټائل انډسټری صلاحكار عبد الرزاق داؤد بیان

image

اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د تجارت او ټیكسټائل انډسټری صلاكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي د تجارت وزارت د برآمدات ودې په پالیسۍ عمل كوي او د هيواد په برآمدات لګيدلې ټیكسز او ډیوټیز ختم كړې شوي ، په دې لړ كښې اېف بی آر چارواكو سره برآمدی صنعت آسانيو لپاره خبرې روانې دي دغسې چې ریبیټ تندۍ سره بيرته وركول باوري كړې شي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د چمړې ، پولټری ، برېښنا باد پكو او نورو څانګو په اړه خبره شوې۔ هيله لرو چې ډیوټی ډرا بیك په چارو به نظرثانی وكړې شي او دا نظام به برآمد كنندګان لپاره آسان كړې شي۔ ده ووئيل لاك ډاؤن كښې د نرمی كولو سره به برآمدات زيات شي ۔ په دې اړه صوبې اېس او پیز له حتمی شكل وركوي۔ ده ووئيل د تجارت وزارت برآمدی صنعت له آسانيو وركولو له چمتو دے

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں