کورونا وائرس ټوله نړۍ سخته ځپلې ده۔ په دې حالاتو كښې هم په كشميري او فلسطيني اولس د ظلم او زياتي لړۍ روانه ده۔ نړيوالو لارښودو له به په سمدستي توګه مظلوم انسانيت پلو خپل پام ګرځول وي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی

image

لاهور۔12 اپرېل(اے پی پی) فلسطينې اولس ماسك او سېنی ټائزر نه لري۔ د كشميري اولس په اړه هېڅ خبر نشته۔ هندوستان پرله پسې د لائن آف كنټرول او پاكستاني پولو خلاف ورزي كوي۔ اسلامي نړۍ او نړيواله ورورولي دې په سمدستي توګه ګامونه پورته كري۔ د كورونا وائرس په ډول د نړيوالې وباﺀ موجودګۍ باوجود په كشميري او فلسطيني اولس ظلم او زياتې بند نه شو۔ دا خبره د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن او د وفاق المساجد والمدارس صدر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي د مسلمانو لارښودو او د نړۍ قومونو پلو خپل يو پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل کورونا وائرس ټوله نړۍ سخته ځپلې ده۔ په دې حالاتو كښې هم په كشميري او فلسطيني اولس د ظلم او زياتي لړۍ روانه ده۔ ده ووئيل فلسطيني اولس سره د كورونا وباﺀ څخه ځان ساتلو له طبي آسانۍ ختمې شوې دي۔ او د کشمیری اولس نړۍ ته هېڅ خبر نشته۔ ملګرو ملتونو ٬ اسلامي تعاون تنظيم ٬ مسلمان لارښود او نړيوالو لارښودو له به په سمدستي توګه مظلوم انسانيت پلو پام ګرځول وي۔ ده ووئيل كورونا د پاك پروردګار د ناراضګۍ څرګندونه كوي او د كريم رب ناراضګي لرې كولو له به د ظلمونو لړۍ بندول او د مظلومو خلقو مرسته كول وي۔ ده ووئيل اسرائيل او هند په خپله دې وباﺀ سره مخ دي۔ دوئي له به فلسطيني او كشميري اولس له د آزادۍ حق وركول وي۔ ده غوښتنه وكړه چې په فلسطيني او كشميري اولس دې د ظلمونو لړۍ بنده كړې شي ولې چې ځينې انسان دوسته تنظيمونه د دوئي مرسته كول غواړي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں