اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د کرونا وائرس ځپليو خواري كښو او مزدورانو لپاره د هنګامي كېش معاونت منظوري وركړې ده ۔ وزيراعظم د دې نه وړاندې د ا پروګرام اعلان كړے ٶ خو اي سي سي څخه د دې په باضابطه توګه منظوري اخستل ضروري وه۔ غونډه خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټرعبد الحفيظ شېخ په مشرۍ كښې وشوه ٬وزيراعظم عمران خان د مارچ په درېمه نيټه اعلان كړے ٶ چې د كرونا وائرس مخ نيوي لپاره د وزيراعظم معاونتي فنډ 2020 دې په ھغه خواري كښو او مزدورانو وېشلې شي د چا روزګار چې د لاك ډاٶن له امله ځپلې شوے۔ په دې اعلان كښې وزيراعظم فنډز د احساس اېمرجنسي كېش پروګرام د لارې د تقسيمولو امر كړے ٶ۔ وزيراعظم دا اعلان هم كړے ٶ چې د شتمندو د هرې عطيه كړې روپۍ سره به حكومت د خپل فنډز نه څلور روپۍ ملګرې وركوي۔د وزيراعظم لخوا په اعلان كړي ريليف پېكج كښې خواري كښو لپاره 200 اربه روپۍ بېلې كړې شوي چې پكښې بي آئي اېس پي 75 اربه روپۍ تر لاسه كړي٬ د دې فنډز د تقسيم طريقه كار د خزانې وزارت ، د غربت تخفيف فنډ او بي آئي اېس پي په ګډه مرتب كړے۔ د بي آئي اېس پي بورډ آف ډائرېكټرز د احساس لېبر (کيټګري فور) مستحقينو لپاره د كېټګري تھري طريقه كار د خپلولو منظوري وركړې ۔ په احساس فور كښئ شاملېدو لپاره درخواستونه به د احساس لېبر پورټل د لارې وصولولې شي او كامياب درخواست كوٶنكو ته به د بي آئي اېس پي د ادائيګۍ د موجوده طريقه كار له مخې دولس زره روپۍ وركولې شي٬ دغسې د څلورو واړو صوبو ، آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او د اسلام آباد کيپټل ټيريټري لپاره به د آبادۍ په حساب سره برخه بېلولې شي