اسلام آباد 18 مئی (اے پی پی) د وزیراعظم د سی ډی اے چارو خاص مرستيال علی نواز اعوان وئيلې دي لهترار روډ ملال پل لپاره ټینډر جاري كړے شوے ٬ دې سره به سړك هم دوه اړخيزه شي۔ د ګل په ورځ خپل يو ټويټ كښې خاص مرستيال ووئيل د اولس سره كړې لوظونه ترسره كوو ۔ ده ووئيل په لهتراړ روډ د سی ډی اے د اړخه د برما پل جوړلو كار پيل كولو نه پس په لهترار سړك ملال پل لپاره هم ټینډرز جاي كړے شوے،دې پل جوړولو سره سره به 700 میټره سړك دوه اړخيزه شي۔