د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو معيشتونو ته سهارا وركولو له د وزيراعظم عمران خان ډيټ ريليف په نړيواله كچه ستائلې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) د بهرنيو چارو وفاقي وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو معيشتونو ته سهارا وركولو له د وزيراعظم عمران خان ډيټ ريليف په نړيواله كچه ستائلې شي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ خارجه وزارت كښې د پخوانو خارجه سېكترانو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د كورونا وباﺀ په صورتحال ٬ ددې په معاشي مضمراتو ٬ مقبوضه كشمير كښې په روان هندي جارحيت او د منطقې په روانه وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير ووئيل كورونا نړيوال چېنلنج ټوله نړۍ خپله ولقه كښې اخستې ده۔ د پاكستان په ډول په پرمختك كوؤنكي هېواد ددې اثرات ډېر سخت دي۔ د كورونا وبائي صورتحال معاشي مضمراتو مقابلې او د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو معيشتونو ته سهارا وركولو له د وزيراعظم عمران خان ډيټ ريليف په نړيواله كچه ستائلې شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل نن د مقبوضه جموں وكشمير 80 لكه تش لاسې كشميرې اولس 10 مياشتو څخه د كرفيو په نامه هندي ظلم او زياتي سره مخ دې۔ د كورونا وباﺀ دلاسه مظلوم كشميرې اولس يو په دوه لاك ډاؤن زغمي۔ د هند لخوا د لائن آف كنټرول پرله پسې خلاف ورزي روانه ده۔ بې ګناه كشميريان په نښه كولې شي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي بايد د هندوستان ددې جارحانه رويې نوټس واخلي۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د امنيتي كونسل صدر مې د خط د لارې د هندوستان د ناوړه ارادو نه خبر كړې دې۔ خارجه وزير پخواني خارجه سېكتران د امنيي كونسل صدر ته ليكلې شوي خپل خط نه خبر كړل۔ غونډه كښې د افغان امن عمل او منطقه كښې د امن مجموعي وضعې په شمول د خارجه پالېسۍ په مهمو چارو مشاورت وكړے شو۔ خارجه وزير د پالېسي ترجيحاتو حوالې سره د قدر وړ وړاندېزونو په وركولو د پخوانو سېكترانو مننه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں