د وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې د این سی او سی پرله پسې 20مه غونډه

image

اسلام آباد 14 مئی (اے پی پی)د نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) پرله پسې 20مه غونډه د زيارت په ورځ این سی او سی كښی وشوه۔د غونډې مشري وفاقی وزیر اسد عمر وكړه۔ دغسې غونډه د ټولو صوبو اجتماعات، مارکیټونو او اولسي ځايونو په اړھ د تازه صورتحال څخه خبر كړې شوه۔ این سی او سی له مخې د غونډې په مهال د كورنيو چارو وفاقی وزیر غونډې ته ووئيل تيره ورځ واضح هدایات جاری کړې شوې وؤ چې د اجتماعات، جوماتونو او مارکیټونو په اړه په جوړو اېس او پیز او ګائیډ لائنز به عملدرآمد کولې شي۔ د کورونا وائرس (کوویډ ۔ 19) ممکنه خپريدو تر مخه او د هغه وخت ډیټا سره این سی او سی په روغتونونو كښې موجود بیډز، وینټیلیټرز او نورو آسانيو جاج اخستې ، د صحت آسانيو جاج اخستو مقصد ډیټا راجمع كول ، د روغتونونو صلاحیت معلومول دي۔ غونډې ته په خپله وينا كښې وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل بايد ډیټا تصدیق كړے شي او په دې كښې د صوبو او روغتونونو انتظاميې كردار مهم دے، صوبې او انتظامیه په دې تناظر كښې ښه كار كولې شي۔ ده ووئيل تيره ورځ صوبو او ضلعو په كچه د کورونا وائرس نه خپريدو لپاره په اېس او پیز د عملدرآمد اقدامات د ډاډ وړ دې، کورونا وائرس نه خپريدو او د اولس تحفظ لپاره جوړ اېس او پیز او ګائیډ لائنز باندې عملدرآمد باوري كولو سره د صحت حفاظت باوري كيدې شي۔ په غونډه كښې د کوویډ ۔ 19 تازه صورتحال، په صوبائی كچه په اېس او پیز او ګائیډ لائنز عملدرآمد كښې د پیشرفت هم جاج واخستلې شو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں