اېن سي او سي د صوبو د كار استعداد او حاجت ترسره كولو له 250 اضافی وېنټی لېټرز بېل كړې دي

image

اسلام آباد ۔ 6 جون (اے پی پی) نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشنل سېنټر (اېن سي او سي) د صوبو د كار استعداد او حاجت ترسره كولو له 250 اضافی وېنټی لېټرز بېل كړې دي۔ پنجاب كښې نزدې 72 وېنټیلېټرز جاری كړې شوي دي كوم چې فېصل آباد،لاهور،ملتان او پنډۍ ته وركړې شوي دي۔ سندھ ته 52 وېنټیلېټرز کراچۍ او سکھر له او خېبر پختونخوا كښې 52 وېنټیلېټرز پېښور او اېبټ لپاره وركړې شوي دي۔ بلوچستان كښې كوئټه لپاره 20 وېنټیلېټرز جاري كړې شوي دي۔ دې سره ګلګت بلتستان لپاره 10 ٬آزاد کشمیر له 10 ٬ اسلام آباد كښې پمز روغتون له 24 او پولی کلینک له 10 وېنټی لېټرز جاري كړې شوي دي۔ د اېن سي او سي لخوا د جاري كړې شويو تفصيلاتو له مخې تر دې دمه د كورونا مخنيوي له ټولو 747 روغتونونو كښې آئيسولېشن او كورونا وائرس سره اړوندې آسانۍ وركړې شوي دي۔ دې ټولو روغتونونو كښې د كورونا رنځورانو لپاره د بسترو شمېره 22 زره 589 ده۔ ټول 5 زره 60 کرونا رنځوران داخل كړې شوي دي۔دغسې ټول 14 سوه وېنټي لېټرو كورونا رنځورانو لپاره موجود دي

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں