د کرونا ريليف ټائيګر فورس چې د كومې رضاكارانه جذبې څرګندونه كړې ھغه د ستائنې ده ۔عثمان ډار

image
APP13-12 ISLAMABAD: May 12 – SAPM Muhammad Usman Dar addresses the launching ceremony of 'Corona Relief Tiger Force' activities. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د كرونا وباء څخه په رامخې ته شوي بحران كښې د خپل هېواد د خدمت لپاره چې د کرونا ريليف ټائيګر فورس د كومې رضاكارانه جذبې څرګندونه كړې ھغه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل د مطلوبه رهبر كمېټو جوړول او رضكارو لپاره اورينټيشن غونډه كولو سره د رضاكارو خدمات په كوټلې توګه كارولو لپاره د پنجاب او خېبر پښتونخوا حكومتونو ستائنه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ بهاولپور، ډيره غازي خان او پېنډۍ ډويژنونو کمشنرانو سره د وېډيو لنك د لارې خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دي موقع د ټولو ډويژونو ډپټې كشمنران هم موجود وو۔ په دې موقع عثمان ډار په ټولو كشمنرانو زور رواړو چې ھغوي رضاكارو ته د وظيفې سپارلو نه وړاندې د مناسبې تربيې او اورينټيشن سېشن انتظام وكړي۔ په دې موقع ټولو كشمنرانو خپلو اړوندو ډويژونو كښې د ټائيګر فورس په صورتحال بريفنګ هم وركړو۔

مضمون کا ماخذ : پنجاب لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں