اسلام آباد ۔ 14 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د خزانې او محصولاتو صلاحكار ډاكټر عبد الحفيظ شېخ وئيلي دي پرمختګ كوؤنكي هېوادونه دې د نړيوالو مالياتي چېلنجونو مقابلې كولو له اسلامي بنكارۍ پلو رجوع وكړي او دې څخه دې استفاده وكړي۔ استنبول كښې په اسلامي معاشيات او ماليات 12 م نړيوال كنفرنس ته د وېډيو لنك دلارې خطاب كښې ده ووئيل پاكستان كښې اسلامي بېنكاري وده مومي۔ ده ووئيل د نړيولې اسلامي بېنكارۍ صنعت ماليت د 20 كھربه ډالر نه زيات دې او په 60 اسلامي هېوادونو كښې د اسلامي بېنكارۍ ادارو 14 سوه څانګې دي