صدر ډاكټر عارف علوي سره د احتساب د قومي بيورو چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال ملاقات

image
APP43-18 ISLAMABAD: June 18 - Justice (Retd) Javed Iqbal, Chairman, National Accountability Bureau presenting annual report 2019 to the President Dr. Arif Alvi, at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي سره د احتساب د قومي بيورو ﴿نېب﴾ چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ليدلي دي . د ايوان صدر لخوا جاري بيان له مخې د نېب چيئرمېن صدر ته د احتساب د قومي بيورو كلن راپور 2019م وړاندے كړو. ده صدر ته د ادارې د كاركردګۍ په اړه ووئيل چې نېب په كال 2019م كښې 141.54 اربه روپې برآمد كړي او 747 انكوائرې او 269 انوېسټي ګېشنز ئې ترسره كړي۔ ده ووئيل د نېب په مقدمو كښې د سزا شرح 68.8 فيصد ده. اولس مشر د نېب په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل نېب يوه خپلواكه اداره ده او د قوي كولو ضرورت ئې دے چې دغسې د ټولنې نه د بدعنوانې خاتمه وكړې شي.

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں