50 نور رنځوران مړه شول ٬ نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر
اسلام آباد۔07 جنوري (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سنټر (اېن سي او سي) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي چې له مخې ئې د تېرو 24 ساعتو په مهال روغتونونو كښې د وائرس 2482 نوي كېسونه رامخې ته شوي او د دې له امله 50 رنځوران مړه شوي۔ په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائروس 40 زره 509 ټېسټونه وكړے شول۔ تر دې دمه د دې وبا نه ګرد هېواد كښې 4 لكه 50 زره 515 كسان ښه شوي۔ آزاد كشمير او بلوچستان كښې د كورونا وائرس كوم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس لپاره په بېلو كړو وېنټی لېټرز د كورونا 315 رنځوران پراته دي۔ ګرد هېواد كښې د وائرس اېكټو كېسونو شمېره 34 زره 49 او د ځپليو 4 لکه 95 زره 75 ته رسېدلې۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې د دې وائرس د لاسه 10 زره 511 كسان مړه شوي۔ په مجموعي توګه ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس 69 لکه 64 زره 337 ټېسټونه شوي۔ د كورونا درملنو له خاص كړے شوو د ګرد هېواد 626 روغتونونو كښې 2770 رنځوران داخل دي۔