اسلام آباد۔19جنوری(اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كورونا وېكسين اغستو په حقله د كابينې قائمه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ غونډه كښې د صنعت وفاقي وزير حماد اظهر ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر ٬ د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر فېصل سلطان او د سماجي خېر ښېګړې خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر ګډون وكړو۔ د كمېټۍ غړو وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔ چې په تېرو څو ورځو كښې د وېكسينز په بېړني توګه د كارولو اجازه وركړې شوې وه۔ دې نه ځانله د نورو وېكسينز منظورۍ له ګامونه ګړندي كولې شي۔ وزیراعظم خبر كرے شو چې د منظور شوو وېكسينز ترلاسه كولو له اقدامات روان دي او د دې كال په اولنۍ درې مياشتنيزه موده كښې به د وېکسینز تر لاسه كېدل باوري كړے شي۔ دغسې وزیراعظم د منظور شوو وېكسينز ترلاسه كولو او د دغې د رسنې په حقله د ګامونو لا ګړندي كولو سپارښتنه وكړه۔