لاهور 31 جنوري (اے پي پي)د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د تحريك انصاف سينئر لارښود شاهد نسيم ګوندل اېډووكېټ په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې د شاهد نسيم ګوندل اېډووكېټ ګوند او اولس لپاره خذمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل چې مونږ ټول د شاهد نسيم ګوند كورنۍ سره په دې غم كښې برابر شريك يو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي