د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري د چائلډ لېبر نړيوالې ورځې په موقع خاص پېغام

image

اسلام آباد ۔ 12جون (اے پی پی) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري وئيلي دي زمونږ بچي د قام اثاثه ده۔ د دوي سباؤن محفوظ جوړول د رياست او زمونږ ذمه واري ده۔ د چائلډ لېبر په حقله به مونږ له خپل ذهنيت بدلول او د كوچنيانو زده كړو او تربيې په شمول روغتيا ته خاص پام ګرځول وي۔ د چائلډ لېبر په ضد د نړيوالې ورځې په مهال خپل وېډيو پېغام كښې ډاكټر شريں مزاري ووئيل د جون 12 مه نېټه د مزدورانو په ضد د نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې شي او په دې حقله زمونږ آئين په ښكاره توګه وئيلي چې د رياست فرض دي چې تر 16 كاله عمر كوچنيانو ته تعليم وركړي او د دوي د صحت خيال وساتي۔ دغسې د 14 كالو عمر د كوچني نه كوم خطرناك كار وانخستلې شي۔ دې ووئيل پاكستان د كوچنيانو حقونو په حقله په نړيوال كنونشن لاس ليك كړے او د رياست فرض دي چې كوم شقونه لاس ليك شوي په هغو عملدرآمد باوري كړي۔ دې ووئيل مونږ له به د دې عزم پخلې كول وي چی د چائلډ لېبر په ضد به انفرادي او اجتماعي هڅې كول وي۔ دې ووئيل زمونږ بچي د قام اثاثه ده۔ د دوي سباؤن محفوظ جوړول د رياست او زمونږ ذمه واري ده۔ وفاقی وزیرې ووئيل اولس دې د وزارت په هېلپ لائن 1099 د چائلډ لېبر په اړه شكايات درج كړي۔(

مضمون کا ماخذ : ماہی گیری کا جنون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں