اسلام آباد ۔ 12 جون (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا تر ټولو زيات 28 زره 344 ټېسټونه شوي ۔ په آزاد کشمیر او بلوچستان كښې كوم هم رنځور په وېنټي لېټر نشته۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سی او سی) له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال يو ورځ كښې تر ټولو زيات 28 زره 344 کورونا ټېسټونه وكړې شول۔ ګرد هېواد كښې 25 زره 610 بېډز د كورونا رنځورانو لپاره بېل كړې شوي۔ 5 زره 954 د آکسیجن آساني لرونكي بېډز كورونا رنځورانو له اېښودلې شوي۔ په 1 زر 400 وېنټیلېټرز كښې 375 وېنټیلېټرز د کورونا رنځورانو لپاره دي۔ د تېرو 48 ساعتو په مهال 25 پورټېبل وینټیلېټرز کراچۍ ته لېږلې شوي۔ آزاد کشمیر كښې د كورونا رنځورانو لپاره د بېلو كړې شوو بېډز مجموعي شمېره 379 ده۔ د وېنټیلېټرز شمېره 43 ده كومو څخه چې میر پور ته 11 او مظفر آباد ته 18 وركړې شوي۔ بلوچستان كښې د كرونا رنځورانو له د بېلو كړې شوو بېډز شمېره 2 زره 148 ده۔ د وینټیلېټرز ټولو شمېره 36 ده كوم چې كوئټه ته وركړې شوي او هلته كوم هم رنځور په وېنټی لېټر نشته۔ ګلګت بلتستان كښې د كورونا رنځورانو له د بېلو كړې شوو بېډز مجموعي شمېره 151 ده۔ د وینټیلېټرز شمېره 28 ده كوم چې ګلګت ته وركړې شوي۔ دلته د كورونا يو رنځور په وینټیلېټرز دے۔