د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د اروپائي ائتلاف خارجه چارو مشر جوزف بوريل سره ټېلېفوني تماس

image

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د شورؤ په ورځ د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر جوزف بوريل سره ټېلېفوني تماس نيولے۔ د دواړه خارجه وزيرانو ترمينځه په پاك يو سټرټېجك انګېجمنټ پلان مخ په وړاندې تللو او ګڼ اړخيزه مرستې ته په وده وركولو صلاح راغله ده ۔ د خارجه دفتر وياند له مخې د ټېلېفوني تماس په مهال د دواړو خارجه وزيرانو ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او د كورونا صورتحال په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير د كورونا وباﺀ دلاسه په اروپائي هېوادونو كښې په شوي زيان د غم دړد څرګندونې كولو سره د دې وباﺀ مخ نيوي له د اروپائي كمېشن لخوا په وخت د پورته كړو ګامونو ستائنه وكړه او د كورونا وبائي صورتحال په اثراتو قابو موندلو له او د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو معيشتونو مرستې له ئې هغه د وزيراعظم عمران خان لخوا د وركړې شوي ډېټ ريليف وړاندېز مندرجاتو نه خبر كړو۔ ده جوزف بوريل د پاكستان لخوا د وباﺀ مخ نيوي له د روانو هلو حلو څخه خبرولو كښې په دې لړ كښې په مرسته كولو د اروپائي ائتلاف مننه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں