اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي ټوله نړۍ كښې د هند د 5 اګست 2019ء يو اړخيزه او غیر قانونی اقداماتو په نتيجه كښې په كشمیریانو د هندي ظلم او بربریت، استحصال او د بشري حقونو خلاف ورزیو په ضد غږ پورته كړے كيږي، هند د ډېرې مودې راهسې د بې ګناه كشمیریانو په ضد د ظلمونو او استحصال باوجود د هغوي د خپلواكۍ هلو ځلو عزم ته په زيان رسولو كښې ناكامه راغلے ، د كشمیریانو د آزادۍ هلې ځلې به منطقی انجام ته رسي او هغه وخت لرې نه دے چې د آزادی نمر به راښكاره شي ، بايد نړيواله ورورولي او آئی سی مقبوضه كشمیر كښې د هندي ظلمونو مخنيوي ، د صحافت آزادي باوري كولو او د انټرنیټ بنديز ختمولو له خپل كردار ترسره كړي،ټول سیاسی ګوندونه او قام د كشمير په مسئله يو موټے دي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ د كشمير استحصال ورځې په اړه د لاريون ګډون كوونكو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ صدر ووئيل د كشمير استحصال ورځې مقصد د 5 اګست 2019ء د هند غیر قانوني او یو اړخيزه اقدام په ضد نړۍ ته پیغام رسول دي او كشمیریانو سره د يووالي څرګندونې ده، هند په 5 اګست 35 اے او 370 د آئین څخه په ختمولو د كشمیر خصوصی حیثیت ختم كړے ۔ده ووئيل هند په هر فورم وئيلي دي كشمیر دوه اړخيزه مسئله ده حالانكه پاكستان او هند ترمينځه دوه اړخيزه مسئلو حل كولو له د 1973ء شمله لوظنامه شوې ، خو هند د دغې لوظنامې ترمخه د كشمير شخړې په اړه چرې هم د پاكستان سره خبرو اترو كولو له چمتو نه دے پاتي او په بهانه كولو د خبرو اترو نه په شا شوے۔ صدر ووئيل هند د اسرائیل څخه ظلمونه كول زده كړې او څنګه چې اسرائیل غزه كښې آبادكاری كوي او په فلسطینیانو ئې خپله زمكه تنګه كړې دغسې هند مقبوضه كشمیر كښې ابادۍ تناسب بدلولو له هڅه كوي او په كشمیریانو پیلټ ګنز استعمالوي۔ ده ووئيل هند په كشمیر غاصبانه قبضه كړې او د هندي تسلط په ضد به په ټوله نړۍ كښې غږونه پورته كړے كېږي۔ صدر ووئېل د هند هندوتوا سوچ د سيمې امن خطر سره مخ كړے او هند د خپلو ګاونډيانو سره شخړې روانې كړي۔ ده ووئيل اوسني حكومت په اقتدار كښې د راتللو سره هند له د امن پیغام وركړے ، هند د پلوامه پيښې بهانه جوړولو سره په پاكستان بريد كړے خو پاكستان بيا هم د امن لاره اختیار كړې او د هند پائلوټ ابھی نندن ئې بيرته هند له وركړے شوے۔ ده ووئيل كشمیریان به تر څو ظلم برداشت كوي، كشمیر د هند برخه نه ده، كشمیر به آزاديږي۔ ده ووئيل هند د اوږدې مودې راهسې په مقبوضه كشمیر كښې كرفیو لګولې او د صحافت آزادۍ ته د زيان رسولو سره ئې انټرنیټ او تعلیمی ادارې بندې كړي۔ده وووئېل كشمیریان د هند ناوړه او غیر قانونی اقداماتو منلو ته تيار نه دي ، 9 لكھ عسكرو د كشمیریانو محاصره كړې او دغه عسكرو په كشمريانو د ظلم انتها كړې۔ ده ووئيل بايد نړيواله ورورولي د دې ظلم نوټس واخلي او مقبوضه كشمیر كښې خبريالانو له آزادی وركړي۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې تر مقبوضه كشمیر نړيوالې ميډيا له رسنه وركړي، هند د جنیوا كنونشن او د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزی كوي۔ده ووئېل نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو قراردادونو او د نړيوالو لوظنامو عملدرآمد له په هند فشار واچوي۔صدر ووئيل بايد او آئی سی هم د كشمیریانو ملګرتيا وكړي او د هغوي مرستې له غږ پورته كړي۔ دې څخه وړاندې صدر ډاكټر عارف علوی په شاهراه دستور د كشمير استحصال ورځې په لړ كښې د لاريون قیادت وكړو۔ لاريون كښې د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی، د قامی اسمبلۍ سپیكر اسد قیصر، خارجه وزير شاه محمود قریشی، د اطلاعات او خپرونو وزیر سېنېټر شبلی فراز، د كشمير چارو وفاقی وزیر علی امین خان ګنډاپور، سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسیم، د وزیراعظم د قامی سلامتیا صلاحكار معید یوسف پشمول نورو وزيرانو ،پارلماني غړو او وګړو ګډون كولو۔