د كشمير مسئلې حل لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كوو، رن فار كشمير به په وړومبي پړاٶ كښې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد او د څلور واړو صوبو د سرښارونو نه كولې شي

image

اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزيړ علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې د كشمير مسئلې حل لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كوو، رن فار كشمير به په وړومبي پړاٶ كښې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد او د څلور واړو صوبو د سرښارونو نه كولې شي،وزيراعظم عمران خان د كشميريانو سفير دے، ده د كشمير مسئله په هر فورم پورته كړې، مونږ كشميريانو سره تر آزادۍ ولاړ يو، پاكستان كشميريانو سره دے هغوي چې كومه پرېكړه وكړي، پاكستان به ئې احترام كوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ په وزارت كښې د ټېلي ميراتهن په اړه د جاج اخستنې غونډې نه پس مېډيا ته بريفنګ په مهال وكړې. ده ټولو وطن والو ته خواست وكړو چې هغوي دې په ميراتهن كښې په بشپړه توګه ګډون وكړي. ده ووئيل چې د كشمير په مسئله سفارتكاري په متحرك ډول روانه ده، اوسني حكومت د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ښه ډول وړاندې كړې. ده ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهګرې روانه ساتلې. مودي د مقبوضه كشمير د ډېموګرافي بدلولو هڅه كوي. وفاقي وزير ووئيل چې د كشمير مسئلې حل لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كوو، رن فار كشمير به په وړومبي پړاٶ كښې د وفاقي پايه تخت اسلام آباد او د څلور واړو صوبو د سرښارونو نه كولې شي،وزيراعظم عمران خان د كشميريانو سفير دے، ده د كشمير مسئله په هر فورم پورته كړې، مونږ كشميريانو سره تر آزادۍ ولاړ يو، پاكستان كشميريانو سره دے هغوي چې كومه پرېكړه وكړي، پاكستان به ئې احترام كوي. په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز، د كشمير كمېټې چيئرمېن او نورو وزيرانو او چارواكو هم ګډون وكړو. د كشمير چارو وزير غونډې ته ووئيل چې د ټيلي ميراتهن په اړه ټول انتظامات شوي دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں