اسلام آباد ۔ 20 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د حكومت د اړخه د وركړې كيدونكو سبسډیز افادیت زياتولو په اړه سفارشات مرتب كولو له د خاص سیل جوړولو سپارښتنه كولو سره وئيلي دي د سبسډی مقصد غریبو او مستحقو كسانو له معاونت او ریلیف وركول دي،دا خبره دې باوري كړې شي چې د سبسډی روپۍ په سپيځلې ډول نه يواځې حاجتمندو ته ورسولے شي بلكه زیات كسان دغه آسانيو څڅه مستفید شي۔ د دې خیالات څرګندونه ده د ګل په ورځ د معیشت د بيلو چارو په اړه د جوړ تھنك ټینك غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ له مخې غونډه كښې وفاقی وزيرانو حماد اظهر، سېنېټر شبلی فراز، عمرایوب خان، صلاحكارو ډاكټر عبدالحفیظ شیخ، عبدالرزاق داوَد، ډاكټر عشرت حسین، خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر او ندیم بابر ګډون وكړو دغسې د ویډیو لنك د لارې پخواني د خزانې وزير شوكت ترین، سلطان علی الانه، عارف حبیب او اعجاز نبی هم په غونډه كښې ګډون كولو۔ د معیشت په اړه د تھنك ټینك جوړولو مقصد په مهمو معاشی چارو غور كول او د هغې په اړه سفارشات او د سباؤن تګلاره مرتب كول دي۔ د وزیرِاعظم په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د برېښنا ، ګاز ، فرټیلائزرز، یوټیلټی سټورز، ایكسپورټس، هاوَسنګ، احساس، این ایچ اے او نورو سركاری ادارو په بجټ او د بجټ نه علاوه په وركړې كيدونكو سبسډیز تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ وزیرِاعظم غونډې ته ووئيل د حكومت د اړخه د سبسډی وركولو مقصد غریبو او مستحقز كسانو له معاونت او ریلیف وركول دي۔ده ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې د سبسډی د ټول نظام په غور سره جاج واخستلے شي او دا خبره باوري كړے شي چې د سبسډی روپۍ په بشپړه ډول نه يواې حاجتمندو له په لاس ورشي بلكه كسان د دې آسانيو څخه مستفید شي۔ د وزیرِاعظم د خزانې صلاحكار ته سپارښتنه وكړه چې د حكومت د اړخه د وركړې كيدونكو سبسډیز تفصیلی جاج اخستو لپاره خاص سیل جوړ كړئ دغسې چې په ټولو څانګو كښې د وركړې كيدونكې سبسډی جاج اخستلو سره په هغې كښې لا ښه والې له جامع سفارشات وړاندې كړے شي