خارجه وزير شاه محمود قرېشي د وژن اېف او ترمخه د كرونا وبائي چېلنج په مهال ټوله نړۍ كښې خذمات ترسره كوونكو پاكستانيانو لپاره “فارن منسټررز آنرز لسټ “اعلان كړو

image

اسلام آباد 13 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د وژن اېف او ترمخه د كرونا نړيوال وبائي چېلنج په مهال په ټوله نړۍ كښې خذمات ترسره كوزنكو پاكستانيانو لپاره “فارن منسټررز آنرز لسټ “اعلان كړے۔د آنرز لسټ باقاعده اعلان د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې په يوه دستوره كښې شوے ۔فارن منسټرز آنرز لسټ كښې شامل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د مختلف كتيګريز ترمخه منتخب كړے شوي۔په وړومبي كټيګريز كښې هغه شهيدان شامل دي كومو چې د خپلو ځانونو پروا كولو نه غېر د انسانيت خذمت روان ساتلے او په دې مهال يې د خپلو ځانونو قرباني وركړې٬په دوهمه كټيګريز كښې هغه هېلت وركرز/ډاكټران شامل دي كومو چې مثالي خذمات ترسره كولو سره انساتيت بچ كړے٬په درېمه كټيګريز كښې هغه شخصيات شامل دي كومو چې د كورونا وباﺀ په مهال د مرستې هلو ځلو كښې برخه اخستې٬څلورمه كټيګريز كښې هغه سمندر پورې پاكستانيان شامل دي كومو چې د پاكستانو سفارتخانو سره په ګډه د پاكستان كميونټۍ لپاره خذمات ترسره كړي۔دغسې پنځمه كټيګريز كښې هغه سمندر پورې پاكستاني سماجي تنظيمونه شامل دي كومو چې د كورونا وباﺀ په مهال د سمندر پورې پاكستانيانو مرسته كړې۔په دې آنرز لسټ كښې د 86 پاكستانيانو نامې شاملې دي۔دستورې ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل فارن منسټرز آنرز لسټ كښې شاملو پاكستانيانو د كورونا وباﺀ په مهال د قدر وړ خذمات ترسره كولو سره د هېواد نامه روښانه كړی دغه پاكستانيانو په صحيح معنو كښې د سفيرانو حق ادا كړے او خپل طرز عمل ئې د هېواد د نيك نامۍ سبب ګرځېدلے ٬زه هغه ټولو شخصياتو ته د زړه د كومې مباركي وركوم۔په دې موقع د خارجه چارو پارليماني سيكرټري عندليب عباس٬خارجه سېكرټري سهيل محمود او د خارجه وزارت سينئر افسران هم موجود وو

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں