حكومت د لوئې اختر نه پس د ټائيګر فورس ډے لمانځلو پرېكړه كړې د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار

image

اسلام آباد ۔ 22 جولائی (اے پی پی) د وزیراعظم د ځوانانو چارو په اړه خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي د وزيراعظم د ټائيګر فورس رضاكارانو د كورونا وائرس وباﺀ په مهال قامي نصب العېن له غوره خذمات ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده نجي ټي وي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل لس لكه نه زيات ځوانان د ټائيګر فورس برخه دي او دوي د كورونا وائرس خپرېدو مخ نيوي له د قاعدو او ضابطو عملي كولو له خپل فعاله كردار ترسره كوي۔ عثمان ډار ووئيل حكومت د لوئې اختر نه پس د ټائيګر فورس ډے لمانځلو پرېكړه كړې ده او د اختر نه وروستو به د رضاكارانو شمېره زياتولو له د ټائيګر فورس رجسټرېشن يو وارې بيا پېل كولے شي۔ ده وئيل د ټائيګر فورس رضاكار به ګرد هېواد كښې د اونو نالولو كمپائن كښې هم برخه اخلي

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں