اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي سټېټ لائف ته د ملتان پي ټي سي استاذې اود ولي محمد كنډې ته د ګروپ انشورنس منافع وركولو امر كړر او وئېلې يې دي په كنډه مېرمن د 1 لك 15 زره روپو لپاره 14 كاله انتظار كول شرمناك دي۔د شورو په ورځ د ايوان صدر لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر پھ روپو وركولو كښې په غېر معمولي تاخير اندېښنه ښكاره كولو سره د سټېټ لائف درخواست مسترد كړے او وئېلې يې دي سټېټ لائف دې پھ 30 ورځو كښې دننه كنډې ته منافع وركړي۔صدر سټېټ لائف ته د معاملې د اوږدولو ذمه وارو په ګوته كولو لپاره د انكوائرۍ كولو او په 30 ورځو كښې رپورټ وفاقي محتسب ته د وړاندې كولو امر كړے ۔د ولي محمد كنډې د انشورنس كلېم وركولو لپاره وفاقي مختسب ته درخواست كړے ؤ ۔وفاقي محتسب سټېټ لائف انشورنس ته د منافعې وركولو امر كړے ؤ ۔سټېټ لائف انشورنس كارپورېشن د وفاقي محتسب د پريكړې په ضد صدر ته درخواست كړے ؤ