د 14 اګست ورځ د وركړو قربانو يادګېرنه ده ۔ دا ځل به د آزادۍ ورځ د كشميري اولس هلو ځلو سره د تړلو په توګه ګرده صوبه كښې لمانځلې شي

image

کوئټه ۔11 اګست ( اے پی پی) د بلوچستان ډپټي سپيكر سردار بابر خان موسی خېل وئيلي دي د 14 اګست ورځ د ماضي د وركړو قربانو يادګېرنه ده كله چې د نيمې اوچې مسلمانانو آزادي ترلاسه كولو له هر څه قربان كړي ۔ دا ځل به د آزادۍ ورځ د كشميري اولس هلو ځلو سره تړلو له په ګرده صوبه كښې لمانځلې شي۔ د نهې په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل د بلوچستان اولس كشميريانو سره ولاړ دے۔ د بلوچستان په شمول د ګرد هېواد شهيدو شوو امنيتي اهلكارو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د اسلامي فلاحي پاكستان لپاره د پاكستان تحريك انصاف حكومت سفر په كاميابۍ سره روان دے او د پاكستان په حقيقي معنو كښې د فلاحي رياست جوړولو په توګه به اولس سره كړې وعدې تر سره كولې شي

مضمون کا ماخذ : سندھ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں