كشميريان خپل د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره عزم او استقامت سره ولاړ دي، تقريري مقابلو سره به په نړيواله كچه عامه رايه جوړولو لپاره مرسته وشي. علي امين خان ګنډا پور

image
APP48-26 ISLAMABAD: October 26 – Federal Minister for Kashmir Affairs & Gilgit-Baltistan Ali Amin Khan Gandapur meeting with participants of International Declamation Contest “Humanity at stage Indian illegally occupied Jammu and Kashmir impact on world peace” at Pakistan Institute of strategic Studies. APP

اسلام آباد 26 اكتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور په مقبوضه جمو كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرې غندنه كولو سره وئيلي دي چې په كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د نريوالو تقريري مقابلو انعقاد د ستائنې وړ دے، كشميريان خپل د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره عزم او استقامت سره ولاړ دي، داسې مقابلو سره به په نړيواله كچه عامه رايه جوړولو لپاره مرسته وشي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د كشمير چارو د وزارت تر سيوري لاندې د كشمير تورې ورځې په لړ كښې په انسټي ټيوټ آف سټرېټجك سټډيز اسلام آبا دكښې د نړيوال ورچوئل تقريري مقابلو پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. د هند د غېر قانوني غاصبانه قبضې په ضد به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د اكتوبر په 27مه نېټه كشميرې اولس توره ورځ لمانځي. په دې موقع وفاقي وزير په تقريري مقابلو كښې د ګډون كوونكو هركلې وكړو او وې وئيل چې مونږ په مقبوضه كشمير كښې د هندي رياستي ترهګرې سخته غندنه كوو. په كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د نريوالو تقريري مقابلو انعقاد د ستائنې وړ دے، د كشمير مسئله تقريري مقابله ډېره مهمه ده. وفاقي وزير ووئيل چې په مقبوضه كشمير هند غېر قانوني قبضه او تسلط قائم كړے او په كشميړيانو بدتره ظلم كېږي. ده ووئيل چې د لكونو په شمېر كشميريان شهيدان كړې شوي دي او د زرګونو په شمېر مېرمنې كونډې كړې شوې دي. په مقبوضه كشمير كښې د سلګونو په شمېر مېرمنې د كلونو نه د خپل خاوندانو په اړه كومه اطلاع نه لري. ده ووئيل چې كشميريان خپل د خپلواكې حق ترلاسه كولو لپاره عزم او استقامت سره ولاړ دي، كشميريان به د آزادې خپل حق ترلاسه كوي. په دې تقريقري مقابله كښې 29 تقرير كوونكو ګډون وكړو چې پكښې د 18 تعلق 16 هېوادونو سره و. د پاكستان او آزاد كشمير د بېلا بېلو پوهنتونو څخه 11 تقرير كوونكو په دې مقابلو كښې برخه واخسته

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں