د صدر ډاكټر عارف علوي د بنكنګ محتسب د سيوري لاندې فورم ته خطاب

image

اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د بنكنګ په څانګه زور راوړے چې صارفينو له آسانيو وركولو٬د هغوي مسائل او ګيلې لرې كولو لپاره كوټلي اقدامات وكړئ ٬بنكنګ محتسب د صارفينو وړيا او سمدستي ګيلې لرې كوي۔د محتسب كار او كاركردګۍ په اړه خبرتيا پیدا كولو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د بنكنګ محتسب د سيوري لاندې يو سېمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل كورونا لا ختمه شوې نه ده٬يوازې پھ جزوي توګه كاميابي ترلاسه شوې۔ده ووئيل بايد قام د كورنا څخه بچ كېدو لپاره احتياطي تدابير باندې عمل وكړي۔ده ووئيل وفاقي محتسب٬ټېكس محتسب٬انشورنس محتسب او بنكنګ محتسب په ښه ډول كار كوي۔د محتسب اداره د وړيا او سمدستي انصاف وركولو ښه ذريعه ده۔ده ووئيل وګړو ته زر تر زره انصاف وركول زمونږ ذمه واري ده٬د كومې پوره كولو لپاره به چې هر ممكن اقدامات كولې شي۔ده ووئيل په بېنك كښې د صارف جمع شوې روپۍ د هغه امانت وي٬بايد بېنكونه په دې كښې حيانت ونه كړي۔ده ووئيل هغه قامونه پرمختګ كوي٬د كومو ادارې چې مستحكمې وي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل صارفين خپلې روپۍ په بېنكونو كښې جمع كوي كومې چی په ټولنه كښې په بېلو طريقو سره ګردېش كوي۔ده ووئيل بېنكنګ محتسب مهمه اداره ده او د دې اهميت پرله پسې زياتېږي۔صدر مملكت ووئيل چې د سرمايه كارۍ ډيجيټلائزېشن سره به پاكستان تندۍ سره پرمختګ وكړي۔پاكستان په تندۍ سره جديد ټېكنالوجي خپروي۔ده ووئيل د احساس پروګرام د لارې د مستحقو مېرمنو بېنك اكاؤنټس به پرانستلے شي چې د لارې به يې هغوي ته روپۍ وركولې شي۔ده ووئيل د بنكنګ صارفين ګڼو مسئلو سره مخ دې٬د بكنګ صارفينو د ستونزو ازالې لپاره كوټلي نظام ته اړتيا ده

مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں