اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د پاکستان آرمي (بدلون) بل 2020ء٬ د اېئرفورس او د پاکستان نېوي (بدلون) بل 2020ء منظوري وركړې ده چې له مخې به ئې د پوځ سرلښكر٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ د پاك فضائيه مشر او د پاك بحريه مشرانو ټاكنې او د دوي د چوكو موده كښې پراختيا به په يو عدالت كښې هم نه شي چېلنج كېدلې٬ د بل له مخې به د زمكيز٬ سمندري او د پاك فضائه مشرانو او د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن د ملازمت مودې له د وزيراعظم په اېډوائس اولس مشر دريو كالو لپاره بيا ټاكنه كولې شي۔ د شورو په ورځ د دفاع وزير پروېز خټك تحريك وړاندې كړٶ چې د پاکستان آرمي (بدلون) بل 2020ء باندې دې غور وكړې شي٬ د ايوان د منظورۍ نه پس د سېنېټ چيئرمېن د بل غونِنډې نه پرله پسې د ټولو شقونو منظوري ترلاسه كړه ۔ د دفاع وزير تحرېك وړاندې كړو چې پاکستان آرمي (بدلون) بل 2020ء دې منظورې كړې شي٬ دغسې غوندې د بل منظوري وركړه خو په دې موقع د جماعت اسلامي ٬ جے يو آئي (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د نېشنل ګوند غړو د بل مخالفت وكړو۔ د دفاع وزير تحريك وړاندې كړو چې د پاکستان اېئرفورس په (بدلون) بل 2020 دې غور وكړې شي ايوان څخه د تحريك په منظورۍ د بل ټول شقونه پرله پسې د منظورۍ ترلاسه كولو نه پس محرك تحريك وړاندې كړٶ چې د پاکستان ايئرفورس (بدلون) بل 2020ء دې منظور كړې شي نو سېنېټ د دې بل هم منظوري وركړه۔ په دې موقع محرك تحريك وړاندې كړو چې د پاکستان نيوي په (بدلون) بل 2020 دې هم غور وكړې شي دغسې غونډې د منظورۍ نه پس د سېنېټ چيئرمېن د بل پرله پسې د ټولو شقونو منظوري ترلاسه كړه٬ پروېز خټك تحريك وړاندې كړو چې د پاکستان نيوي (بدلون) بل 2020ء دې هم منظور كرې شي جې ايوان ئې منظوري وركړه۔ د بل له مخې به د آرمي اېکټ سېکشن 8 اے له مخې د وزيراعظم په اېډوائس اولس مشر دريو كالو لپاره د جنرال رېنك افيسر چيف آف ارمي سټاف او د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ټاكنې كولې شي٬ د بل شق 8 بي له مخې د تعينات سرلښكر د بيا ټاكنې طريقه كار وضع كړې شوې چې له مخې به ئې د قامي سلامتيا مفاد تحفظ لپاره د وزيراعظم په اېډوائس اولس مشر نورو دريو كالو لپاره د سرلښكر ټاكنه يا د ھغه د چوكۍ موده كښې پراختيا كولې شي۔ د بل له مخې د سرلښكر د ټاكنې يا د هغه د چوكۍ په موده كښې پراختيا به په كوم عدالت كښې نه شي چېلنج كېدې٬ د بل شق 8 سي له مخې د سرلښكر د چوكۍ ريټائرمنټ او د ملازمت د حدود تعين شوې ٬ د دې شق له مخې د ريټائرمنټ عمر او د كوم جنرال د ملازمت د مودې شرائط او د محدودات تعين د چيف آف آرمي سټاف يا د سرلښكر په چوكۍ كښې د پراختيا په ضمن كښې به نه وي خو په دې شرط چې د ھغه عمر د 64 كالو نه زيات نه وي۔ د بدلون بل په شق 8 بي كښې د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن د ټاكنې طريقه كار له پرېكړه شوې ۔ د دې له مخې به اولس مشر د وزيراعظم په اېډوائس د پاك آرمي د جنرالانو ٬ د پاك نېوي د اېډمرلز يا د پاكستان هوائي ځواك د چيف اېئر مارشل د بيا ټاكنې يا د مودې تر دريو كالو اضافه كولې شي ٬ داسې قيود او شرائط د كومې تعين چې اولس مشر د وزيراعظم په مشوره د قامي سلامتيا په مفاد كښې وخت سره په بېړني صورتحال كښې كولې شي٬ په دې لړ كښې به د ټاكنو كوٶنكې اتهارټۍ لخوا صوابديد اختيار كارولو په ضد په يو عدالت كښې هم اعتراض نشي كېدې۔ د پاکستان نېوي اېکټ (بدلون ) بل 2020 له مخئ اولس مشر به د وزيراعظم په اېډوائس د پاك بحريه د مشر بيا دريو كالو لپاره ټاكنه كولې شي او د بيا ټاكنې يا د مودې پراختيا لپاره د عمر زيات حد 64 كاله ټاكلې شوې ۔ د دې نه وړاندې دفاع لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ پاکستان آرمي (بدلون) بل 2020، د پاکستان ايئر فورس (بدلون) بل 2020ء او پاکستان نيوي (بدلون) بل 2020ء راپورونه ايوان ته وراندې كړل۔ د شورو په ورځ د دفاع لپاره د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور وليد اقبال د دريو واړو بلونو په اړه پرله پسې د قائمه كمېټۍ راپورونه غونډې وړاندې كړل