وزيراعظم عمران خان تنخواه داره، مېنځنۍ درجې او د لږ آمدن لرونكو طبقو لپاره په رعايتي بېعه د خوراك څښاك څيزونو وركولو لپاره د 7 اربه روپو ريليف پېكج پرانسته وكړه

image
APP67-08 ISLAMABAD: January 08 - Prime Minister Imran Khan talking to media during visit to a Utility Stores Corporation outlet. APP

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان تنخواه داره، مېنځنۍ درجې او د لږ آمدن لرونكو طبقو لپاره په رعايتي بېعه د خوراك څښاك څيزونو وركولو لپاره د 7 اربه روپو د ريليف پېكج باقاعده پرانسته كړې ده ٬ د ريليف پېكج له مخې به د ګرد هېواد په 4 زره سټورونو په ارزانه بيعه د خوراك څښاك څيزونه ترلاسه كېږي۔ د شورو په ورځ وزيراعظم په جي نائن مركز كښې د يوټيليټي سټور دورې په مهال د ريليف پېكج پرانسته وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل حکومت به ډېر زر بې وسه خلقو لپاره د راشن كارډز سكيم هم اعلان كړي چې له مخې به ئې ھغوي يوټيليټي سټورونو نه هره مياشت د دريو زرو روپو د خوراك څښاك څيزونه ترلاسه كولې شي۔ ده ووئيل دا ريليف پېكچ د كم او د مېنځني آمدنۍ طبقو ته نه يوازې په رعايتي بيعه اوړه٬ غوړي٬ چيني ٬ وريژې او د دالونو پشمول د خوراك څښاك څيزونه باوري كولې شي بلكې دې سره به په اوپن ماركيټ كښې د ګرانۍ په رحجان قابو موندلو له هم مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په يوټيليټي سټورونو به اولس ته د اوړو شل كلو تروړه د 800 روپو په رعايتي بيعه وركولې شي٬ دا اوړه به د اعلٰې معيار او ټول غذائي اجزا لري ۔ وزيراعظم ووئيل د خوراكي تېلو بيعه په نړيوال ماركيټ كښې د اضافې له امله زياته شوې خو حکومت د نمر پرست د كروندګرو ډاډګيرنې لپاره ځائي پېداوار زياتولو له هڅې كوي دغسې حكومت د 1.5 اربه روپو كلنه توګه د دالونو په درآمدات قابو موندلو لپاره هېواد كښې د دالونو كر ته هم وده وركوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل هېواد كښې د ګرانۍ لوے سوب د مډل مېن كردار هم دے څوك چې د مصرف كوٶنكو او كروندګرو نه ګټه كوي۔ ده ووئيل په يوټيليټي سټورز به د خوراك څښاك د څيزونو په كمه بيعه وركولو سره په اوپن ماركيټ كښې په بيعه قابو موندولو له هم مرسته ترلاسه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل حكومت ريليف پېكج لپاره 7 اربه روپۍ وركړې كه ضرورت رامخې ته شو نو نور فنډز به هم وركوٶ۔ ده ووئيل په كال 2019 كښې اقتصادي استحكام ترلاسه كولو نه پس حکومت به په كال 2020 كښې د روزګار موقعې

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں