د هنر مند ځوان پروګرام له مخې به ځوانانو ته تعليم او هنر وركولې شي

image
APP56-09 ISLAMABAD: January 09 - Prime Minister Imran Khan addressing the launch ceremony of "Hunarmand Pakistan" programme. APP

اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ځوانان د هېواد قېمتي اثاثه ګرځولو سره وئيلي دي د هنر مند ځوان پروګرام له مخې به ځوانانو ته تعليم او هنر وركولې شي٬ چې ورسره به ھغوي هېواد سپر پاور جوړولې شي ٬ د مدرسو ماشومان په قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاه هم ټېكينكل ټرېننګ سنټر جوړوو٬ پاکستان به ټولې اسلامي نړۍ لپاره مثال وي او مشري به كوي٬ په تېر وخت كښې مونږ په پردي جنګ كښې زيات زيان پورته كړې٬ اوس به پاكستان د چا په جنګ كښې نه ورګډېږي بلكې د هېوادونو دننه به امن راپېدا كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د هنر مند پاكستان پروګرام باقاعده د پېل دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل زه به نن تاسو د پاكستان د تږ لارې نه خبروم چې هېواد له مخ په وړاندې تګ سره څنګه عظيم قام جوړېدل دي٬ په دې پوهېدل ډېر ضروري دي چې دې قام څنګه وجود موندلې ٬ د دې مقصد او مقام څه دے٬ پاكستان د يو خوب تعبير دے۔ ده ووئېل قائداعظم محمد علي جناح يو لوے لاړښود ٶ او علامه اقبال زمونږ نظرياتي لارښود ٶ٬ دا يوازنې هېواد دے چې د اسلام په نامه جوړ دے٬ د پاكستان موسئسانو د يو اسلامي فلاحي رياست خوب لېدلې ٶ كوم چې د مدينې رياست او د انسانيت په اصولو جوړ وي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د سخت وخت نه رابهر كېږي٬ د انسان٬ ادارو٬ ډلې يا د يو قام په ژوند كښې ښه او خراب وخت راځي٬ دا خبره ياد ساتل دي چې د سخت وخت نه ګټه پورته كولو سره خپله اصلاح او لور سمول پكار دې۔ ده ووئيل زمونږ حكومت څلورو مهمو نكاتو ته پام لرنه كړې چې پكښې د ټولو نه وړومبنې د هېواد د بې وسه طبقو خيال ساتل دي٬ دا زمونږ ذمه واري ده چې د ټولنې كمزورې طبقو ته هم موقع وركړې شي۔ ده ووئېل زمونږ د هېواد دا هم يوه مسئله ده چې يوه طبقه زياته مالداره كېږي او اولس غريب كېږي ٬ د دې وجه دا ده چې نظام دوي له موقع نه ده وركړې ٬ مهذبه ټولنې داسې نه چلېږي٬ مثالونه ئې زمونږ په وراندې دي كله چې زمونږ خلق امريكې يا برتانيې ته لاړ شي نو ھغوي په لږ وخت كښې مخ په وړاندې لاړ شي د دې وجه دا ده چې د ھغه ځائ ټولنه دوي له موقعې وركوي۔ ده ووئيل په كومه ټولنه كښې چې ناانصافي وي هلته بركت نه پاتې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د هېواد بې وسه طبقې لپاره د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د 190 اربه روپو احساس پروګرام پېل كړې٬ د مالي وسائلو بهترۍ سره به د بې وسه كسانو خېرښګړې لپاره فنډز لا زياتوٶ٬ دغسې د سر پټولو ځايونه هم جوړ كړې شوې چې يو بې كوره كس د چهت نه محروم نه شي٬ دې مقصد لپاره په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښئ 170 د سرپټولو ځايونه جوړ كړې شو۔ ده ووئېل اسلام آباد كښې پوليس ته امر شوې چې د شپې د ګزمې په مهال كه څوك په فټ پاته يا سړك اوده اووينۍ نو د سر پټولو ځائ ته ئې رسوۍ۔ وزيراعظم ووئيل بې وسه او د لږ آمدن لرونكو طبقو ته د خوراك څښاك څيزونه په رعايتي بيع

مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں