اسلام آباد 16 جنوري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټرفردوس عاشق اعوان وئېلې د بشري خواخوږۍ په شا او د ناروغتيا په نامه د ضمانت اخستونكې محمد نواز شريف او د ھغه د زامنو نه دا پوښتنه كړې چې آيا هلته هم تاسو د هړيسې او سري پائے رېسټورنټ بيا اوموند يا په فاسټ فوډ ګذاره كوې ۔ د زيارت په ورځ د ميډيا بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د بشري خواخوږۍ په شا او د ناروغتيا په نامه د ضمانت اخستونكې محمد نواز شريف په رېسټورنټس كښې د خپلې رونمائې او د خپل نېب زده زامنو او ښېخ سره كه هم دغسې كوربتوب كوي نو سياست به كېږي۔دې ووئېل دوې نه پوښتنه كوم چې روغتون كښې د داخلېدو په ځائ رېسټورنټس ته ولې ترجيح وركړې شو