په آبادۍ قابو موندلو لپاره به مونږ له خپل وسائل کارولو سره سره د فيملي مينجمنټ په اړه د خذمات دائره پراخه كول وي

image
APP11-31 ISLAMABAD: January 31 - President Dr. Arif Alvi chairing the 2nd meeting of the Federal Task Force on Population at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي آبادۍ كښې په زياتوالي قابو موندلو لپاره به مونږ له خپل محدود وسائل په ښه ډول کارولو سره سره د فيملي مينجمنټ په اړه د خذمات دائره تر ټول هېواد پراخه كول وي، په دې لړ كښې قامي بيانيه د ميډيا د لارې رامخې ته كولو ته اړټيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د آبادۍ په اړه د فيډرل ټاسك فورس دويمې غونډې مشري كښې وكړه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ ٬ اصلاحات وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د پنجاب وزير اعليٰ سردار عثمان بزدار، د سندھ وزير اعليٰ سيد مراد علي شاه، د ګلګت بلتستان وزير اعليٰ حافظ حفيظ الرحمن، د پنجاب د روغتيا وزيره ياسمين راشد، او نورو ګډون وكړو۔ اولس مشر ووئيل آبادۍ كښې د زياتوالې په اړه اولسي خبرتيا ته اړتيا ده، په دې لړ كښې د ميډيا د لارې قامي بيانيه په ښه ډول رامخې ته كولو ته اړتيا ده، په دې حقله د علماء كرامو کردار ګټه ور ثابتيدې شي۔ په غونډه كښې د آبادۍ لپاره فيډرل ټاسك فورس په وړومبۍ غونډه كښې په پريكړو د پيشرفت په اړه بريفنګ وركړې شو۔ اولس مشر په دې لړ كښې په شوې پيشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه او په دې خبره ئ

مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں